Homeخبرونهتازه: کابل کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

تازه: کابل کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ راپورونه وايي، چې نن ماسخوتن مهال د کابل ښار د پینځمې امنيتي حوزې اړوند د څو درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د‌ سیمې یو شمېر اوسیدونکو دا هم ويلي، چې د ملي پوليسو مخکينۍ اکاډمۍ ته څیرمه په خوشال خان مېنه کې د يو شمېر راکټونو د لګيدو شاهدان هم وو.

ځینو خبري سرچينو په دې سيمه کې د داعش ډلې د برید خبر ورکړی، خو دا خبر تایید شوی نه دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو بیا له خيرخانې او کارته پروان سيمو څخه د ډزو خبرونه ورکړي.

د‌ طالبانو امنيتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...