یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهراپورونه: متقي ممکن ایران کې احمد مسعود او اسماعيل خان سره وویني

راپورونه: متقي ممکن ایران کې احمد مسعود او اسماعيل خان سره وویني

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ ‏ ځينې خبري سرچينو وړاندوینه کړې، چې ایران ته د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ممکن د دوی خلاف د پنجشېر د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د هرات مشهور قومندان اسماعيل خان سره وویني.

متقي پرون د يوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر لاړ.

ځينو رسنيو ويلي، چې په دې سفر کې په ډېر ګومان د ایران استخباراتي سازمان د طالبانو او ځینو ایران پلوه طالب ضدو ډلو تر منځ منځګړيتوب کوي ‌

طالبانو او ايران کې مېشتو مخالفو لوريو یې په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د ايران يو بل نيږدې افغان سیاستوال حاجي محقق، چې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د طالبانو خلاف د مقاومت عالي شورا په نوم د یوې ډلې مخکښ غړی دی، ايران ته تلی و.

محقق ويلي وو، په خير طالبانو سره خبرو ته پر جګړې لومړیتوب ورکوي.

ايران بيا د دواړو لوريو ترمنځ د سولې خبرو منځګړتوب ته چمتووالی څرګند کړی و.

ايران پر طالبانو او مخالفو جنګسالارانو يې له پخوا څخه پراخ نفوذ لري او په مختلفو مرحلو کې یې مالي او پوځي مرستې ورسره کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب