دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهنظر محمد مطمئن: خليلزاد د کرزي کور کې د سولې فعالانو ته...

نظر محمد مطمئن: خليلزاد د کرزي کور کې د سولې فعالانو ته په پاکټونو کې پيسې ورکولې

تاند: ( شنبه، د‌ جدي اتلسمه) د طالبانو د حکومت د ملي المپيک او بدني روزنې عمومي رييس انجنير نظر محمد مطمئن په خپل کتاب « د امريکا او طالبانو د سولې تړون» کې افشا کړې ده، چې د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مستعفي شوي استازي زلمي خليلزاد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کور کې د سولې په برخه کې ورسره همکارو افغان سياستوالو ته په پاکټونو کې پيسې ورکولې.

دغه کتاب د ۲۰۲۰ په اګسټ مياشت کې خپور شوی او مطمئن پکې دا خبره د طالب پلوه شنونکي فيض محمد ځلاند او د حامد کرزي د نيږدې ملګري قاضي ګلرحمن په حواله د خليلزاد او د کرزي په کور کې د راټولولو شويو کسانو د يوې غونډې له جريان څخه نقل کړې ده.

ښاغلی مطمئن لیکي:(( د اکټوبر ۳۱ مه، ما ليکوال ته ډاکټر فيض محمد ځلاند د قاضي ګلرحمن له خولې وويل: په غونډه کې پر دې ټينګار وشو، چې اوربند وشي. خليلزاد له ګډونوالو وغوښتل چې د سولې په برخه کې له ده سره مرسته وکړي، د خدای په امانۍ وخت کې د خليلزاد لخوا د غونډې ډېرو ګډونوالو ته په پاکټونو کې پيسې هم ورکول کیدی.))

د مطمئن په دغه کتاب کې د ولسمشر غني پر ضد د حامد کرزي د دسيسو يادونه هم شوې ده.

نظر محمد مطمئن په دې اړه ليکي:(( د ۲۰۱۹ اکټوبر ۲۹ مه، استاد محمد زمان مزمل راته وويل: نن د کرزي په کور کې تر ۳۰ پورې سياسي څېرو خليلزاد وليد، کرزي ورته وويل: نور موږ حوصله نه لرو، چې ستاسې ( امريکايانو) لاسپوڅی ډاکټر غني په واک کې وي، ولسمشر ټرمپ ته ووايه، چې نور دې دا خپل لاسپوڅی در وغواړه، موږ يې نه غواړو.))

مطمئن د خپلې همدغې سرچينې په حواله وړاندې ليکي:(( کله چې حامد کرزي همدا د امريکا د لاسپوڅي خبره وکړه، خپله کرزي او د ناستې ټولو ګډونوالو وخندل، ځکه له ډاکټر غني مخکې همدی« کرزی» په همدې موقف او د امريکا لاسپوڅی افغان ولسمشر و.))

د يادونې وړ ده، چې په دې کتاب کې په مشخص ډول له خلیلزاد څخه د حامد کرزي په کور کې د پیسو اخيستونکو سولې فعالانو نومونه نه دي ذکر شوي.

حامد کرزی او خلیلزاد ډېر ځله تورن شوي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکورولو لپاره یې لاس ورکړی او په ګډه يې دا پروژه عملي کړه.

6 COMMENTS

  1. history will write ABOUT DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI MORE GOOD THINGS.
    EVERY DAY WE READ MORE ABOUT KARZAI AND OTHER ANTI AFGHAN FACES.
    ZENDA BAAD DOCTOR SAHIB ASHRAF GHANI

  2. ښاغلی مطمین صیب اسلام علیکم ورحمت الله ! د سولې ، صلح او سلام کلیمې یا اصطلاحات خپل خپل معنی او مفهوم لري. سوله د خپلو اصولو ، ارزښتونو ، پوهنې ، مهارتونو او دسپلین پر بنسټونو پرمختګ کوي. دغه خلک چې د سولې د فعالینو په نوم یا ډله کې یاد شوي که مبالغه و نه شي هیڅ یو يې رښتینې سولې ته نه متعهد وو او نه پرې پوهیدل . دوی خپل ولس او سولې ته د تعهد پر ځای پردیو او خپلو ګټو کې ډوب ول. نه يې د سولې په رښتینې مفهوم، د سولې اصولو ، ارزښتونو ، دسپلین او په دې وطن کې رښتینې سولې ته د رسیدو اړین فهم ، تعهد ، جامع پلان او آجندا لرله . دوی د خپلو ګټو او اقتدار ساتنې او رسیدو ته د رقابت یوې زهري دایره کې سره را بند ول. د دوی لپاره د سولې کاذب فعالین وییل به مناسب وي. درناوی او مننه – لودین

  3. It is good to see that Mr. Mutmaein is involved in politics and wright article, enjoy reading it even the previous written ones in English.

    In the US when one applies for a job, the first requirement is to pass a test and even McDonald fast food restaurants are following such procedure. They do not tell upfront, but the real purpose is to check the Caracter and IQ level of the person to determine if the job applicant is able to perform the task applying for.

    Now, can you tell us that based on which qualification, all governmental affair task of a nation the size of Afghanistan is managed exclusively by Mullahs and Talibs?

  4. په دې هيله چې د هغه دېرش کسانو نومونه هم روښانه کړي چې ولس پوه شي چې چا او چا ته يې ورکړې.
    کرزی له مخکې نه په ايراني کڅوړو کې مخينه لري چې د ايران له ليارې به سيده د داودزي په لاس په شمال ټلواله او ايراني پلوه لاسپوڅو وېشل کېدې.
    ولسمشر کرزی د چرسو شوکي هم دی او چرسيان تل په داسې سخاوتونو کې بې پروا وي.
    دا ښه شوه چې د کرزي او خليلزاد لاسوهنې او د نظام پر ضد هڅونې لا روښانه شوې.
    زه پوره باور لرم چې رب العالمين به دواړه دې ولس او هم امريکايي ولس او نړۍ ته لا په شرمونو شرميږي.

  5. سلام
    I agree with brother AHH in qualification and standard. Nelson Mandela said (Education is the most powerful
    ( weapon in the world
    ! I will not accept any student to the class unless they meet the pre-requisite of the class
    ښا غلی مطمن زموږ جنګ فاتح نه لری ! خودافغاستان زعامت په هېڅ توګه په ملی او اسلامی اصولو او برخو کې استثنا نه منی ولو که یوه چا مستقیما په مذاکراتو کې هم برخه اخیستی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب