جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف: تر ۳ ورځو په خپل صلاحيت خلک بندیانولی شوو

امر بالمعروف: تر ۳ ورځو په خپل صلاحيت خلک بندیانولی شوو

تاند: ( شنبه، د‌ جدي اتلسمه) ‏‏د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نورو امنيتي ارګانونو منسوبینو ته خبرداری ورکړ، چې که په چارو کې یې لاسوهنې ته دوام ورکړي، مجازات به شي.

د یاد شوي وزارت د پوځي برخې مسوول راز محمد حامد له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې د دوی د مدیرانو په کچه مسوولین د ۲۴ ساعته بند او ولايتي مسوولين د ۳ ورځې بند سزا د دوی له اوامرو سرغړونکو کسانو ته ورکولای شي.

هغه زیاته کړه، چې له دغې سزا څخه د طالبانو د نورو ادارو هغه کسان هم برخمن کېدای شي چې د امر بالمعروف وزارت په چارو کې لاسوهنه کوي.

مولوي حامد دا هم وويل، چې له دې پورته سزاوې د محکمې له لوري ورکول کېږي او هغه کسان چې جرمونه یې جدي وي،‌دوې یې محاکمې ته معرفي کوي.

هغه ټينګار وکړ، چې دوی خپلې چارې پر دوو( ملکي او نظامي) برخو وېشلي او پوځي برخه يې د طالبانو د لیکو د اصلاح لپاره کار کوي.

په پوځي برخه کې هغه تر اوسه اخيستل شوی مهم ګام دا وباله، چې له اوږو څخه ښکته د اوږدو څڼو لرل یې منع کړي او په دې برخه کې یې د مشرتابه احکام عملي شوي.

د طالبانو د امر بالمعروف یاد شوي مقام له نرمۍ څخه نېکو چارو ته د خلکو دعوت د امر بالمعروف وزارت لومړیتوب وباله او ویې ویل، چې تر اوسه په همدې بڼه مخته تللي او ښې لاسته راوړنې لري.

هغه د ښځو په حجاب له ټینګار سره وویل، چې باید لوی پړوني واغوندي او ټول وجود یې پکې پټ وي.

دغه طالب مقام په ورته وخت کې وويل، چې په افغانستان کې د ده په ټکیو د ۲۰ کلن اشغال باوجود افغانانو خپل اسلامي شعائر خوندي ساتلي.

د هغه په وينا، افغانان ښه مسلمانان دي او د شرعي احکامو په تطبيق کې له دې کبله ډېره ستونزه او زور کارولو ته اړتيا نه ويني.

د امر بالمعروف یاد شوی مقام په یاده مرکه کې د ږيرې پریښودو، جومات کې د لمانځه او موسيقۍ بندیدو په اړه چې د طالبانو عمده غوښتنې ګڼل کېږي، ونه پوښتل شو چې سرغړونکو ته به یې سزا ورکړل شي کنه؟

امر بالمعروف اداره د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د خلکو په خصوصي حريم کې د پراخې مداخلې او خلکو ته د ظالمانو سزاوو په دلیل یوه له تر ټولو بدنامو ادارو څخه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب