یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د غلو ۱۰ کسیزه ډله نیول شوې

ننګرهار کې د غلو ۱۰ کسیزه ډله نیول شوې

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) ‏د طالبانو د استخباراتو  ریاست وايي، چې ځواکونو یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د کابل جلال اباد پر لویه لار د وسلوالو غلو یوه لس کسیزه ډله نیولې ده.

سرچینه زیاتوي: نیول شویو کسانو د خلکو له کورونو پیسې او قیمتي توکي غلا کول .

د معلوماتو له مخې، دغو شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او فعلاً تر څېړنو لاندې دي.

د دوی د هويت او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو پرون په خوست او کابل کې د ۱۴ انسان تښوونکو د نیولو خبر ورکړی و.

د دوی له واکمنیدو سره که څه هم د جګړې د ختمېدو له کبله د وژنو کچه تر ډېره حده کمه شوې، خو د اقتصادي او بشري ناورين او شدیدې بې کارۍ له امله د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب