Homeخبرونهپاکستان TTP سره د سراج حقاني په منځګړتوب اوربند مات او پر...

پاکستان TTP سره د سراج حقاني په منځګړتوب اوربند مات او پر ضد يې عمليات اعلان کړل

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) ‏ د پاکستان پوځ له تحريک طالبان پاکستان سره د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني په منځګړتوب ترسره شوی اوربند مات او د دې ډلې خلاف د پوځي عملياتو اعلان وکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار وويل، چې د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره به افغانستان ته نيږدې پر ډیورنډ فرضي کرښې پوځي عمليات پيل کړي.

هغه دا هم وويل، چې د تحریک طالبان پاکستان سره يې د سولې پيل کړې خبرې ځنډولي دي.

هغه د دې پریکړې د دلايلو له ښودلو پرته ویلي: تحريک طالبان داسې شرایط لرل، چې زموږ له نظره د مذاکرې وړ نه وو.

د پاکستان د پوځ ویاند د یادو عملیاتو د جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په خوست ولايت د سولې په موخه مذاکرت پيل او په ترڅ کې یې هوکړه وشوه، چې دواړه لوري به په لنډمهاله توګه اوربند او د پاکستان حکومت به شاوخوا شل پاکستاني طالبان له زندانه خوشې کوي.

له دې هوکړې وروسته یو شمېر پاکستاني طالبان د پاکستان له زندانونو خوشې او په خوست کې د حقاني شبکې په همکارۍ پاکستاني طالبانو ته وسپارل شول.

د یادې هوکړې له اعلانیدو سره سم، د تحریک طالبان پاکستان يو شمېر ډلو د دغې هوکړې له مخالفت سره ټینګار وکړ، چې د پاکستان د کفري نظام خلاف به جهاد ته دوام او په پاکستان کې د شرعي نظام د حاکمیت لپاره مبارزه وکړي.

له دې اعلان څخه وروسته، د پاکستان د پوځ خلاف د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېر شوي، چې د پاکستان د حکومت او یو شمېر پارلماني استازو او سياستوالو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د حقاني شبکې مشر او د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني او طالب وياندويانو د پاکستان د پوځ او تحریک طالبان د مات شوي اوربند په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د تحریک طالبان پاکستان ځينو مشرانو ځانونه د افغانستان د طالبانو اړوند ګڼلي وو، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یی دا ادعا رد کړې او پاکستاني حکومت سره یې پر سولې ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...