یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ط حکومت: قزاقستان دې ‌خپله ستونزه په سوله ییز ډول حل...

د ط حکومت: قزاقستان دې ‌خپله ستونزه په سوله ییز ډول حل کړي

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) ‏ ‏په افغانستان کې د زور له لارې د طالبانو رامنځته شوي حکومت په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د رامنځته شوې پراخې ګډوډۍ پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: افغانستان په قزاقستان کې روان وضعیت له نژدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.

سرچينه زياتوي: د قزاقستان له حکومت او لاريون‌کوونکو څخه یې هیله کوو چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ييزو لارو حل کړي او دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي.

د طالبانو په وينا، دوی په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

په قزاقستان کې د نقتو له ګرانیدو سره زرګونه لاریون کوونکو د ولسشمر دفتر ته اور اچولی او حکومت یې له منځه وړی.

روسیه او د دغه هېواد د حکومت نور متحدين دغه وضعيت انديښمن کړي او د عاجل حل هڅې یې پیل کړي دي.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو د دوی د اعلامیې په غبرګون کې ويلي، چې ستاسې نظام ړنګونکو هڅو نور هېوادونه هم متاثره کړي، په دې کار ولې خواشيني یاست او دا مه هېروئ چې په زوره حاکم کړی افراطي او استبدادي حکومت به مو همداسې په زوره له منځه لاړ شي.

طالبانو د خپلو منتقدینو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې د زور له لارې واک ته رسېدل رد کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی