Homeخبرونهد افغانستان په اړه د ترویکا غونډه د کابل پر ځای بيجينګ...

د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه د کابل پر ځای بيجينګ کې کيږي

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د پاکستان ایکسپریس ټريبيون رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله ويلي، چې د ترویکا راتلونکې غونډه د کابل پر ځای د روانې ميلادي مياشتې په پای کې د چين په پلازمېنه بيجينګ کې ترسره کيږي.

سرچينه زياتوي، چې په دې غونډه کې د متحده ايالاتو، روسيې، چين او پاکستان استازي د افغانستان د بشري ناورين په اړه خبرې کوي.

معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې د دغو هېوادونو د کومې کچې چارواکي برخه اخلي.

ګومان کېږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د دغو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په کابل کې د يادې غونډې د ترسره کيدو خبر ورکړی و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس هم د ایکسپریس ټريبيون په حواله، په بيجينګ کې د ترویکا غونډې د ترسره کيدو خبر خپور کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...