Homeخبرونهبدخشان کې د ط د لیکو د تصفيې په سر خپلمنځي وسله...

بدخشان کې د ط د لیکو د تصفيې په سر خپلمنځي وسله واله نښته شوې

تاند: ( پنجشنبه، د‌ جدي شپاړسمه) د‌ بدخشان په مايمي ولسوالۍ کې د طالبانو د لیکو د تصفيې په غبرګون کې وسله واله نښته شوې، چې ۳ تنه پکې وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

ځايي سرچینو ویلي، چې په نښته کې د يادې ولسوالۍ د جنايي آمريت اړوند ۲ طالبان او يو ملکي وګړی وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

ويل شوي، چې نښته په مایمي ولسوالۍ کې د طالبانو د جنايي آمر صفا الدين او امنيه قومندان صلاح الدين تر منځ شوې ده.

ويل شوي، چې د نښتې دليل د طالبانو د لیکو د تصفيې کميسيون له لوري په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتي مسوول د بدلون په سر ناندرۍ وې.

د طالبانو ځايي چارواکو او وياندويانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ د طالبانو د لیکو د تصفيې کميسيون وويل، چې تر دوه زرو زیات کسان یې له خپلو لیکو څخه تصفیه کړي دي.

د هغه په وينا په تصفیه شویو کسانو کې د داعش هغه غړی هم شامل و، چې طالبانو د دفاع وزارت د يوې برخې عمومي رییس ټاکلی و.

څه موده مخکې په کابل کې د چين سفير د طالبانو د رييس الوزرا له لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره د ليدنې پر مهال د دوی د ليکو په تصفيې ټينګار وکړ.

ويل کيږي، چې چين د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو جنګياليو او ترهګرو په موجوديت انديښمن دی.

1 COMMENT

  1. انشاءالله که خدای کول ټول ټالبان به همدارنګه یو په بل پسی تصفیه شی او خپلو لوړو ارمانونو ته به چی د افغانانو د وینو په سیلابونو کی ځانته حوری او غلمان راونیسی ورسیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...