تاند: ( پنجشنبه، د جدي شپاړسمه) په لغمان کې تېره شپه د طالبانو د استخباراتو رييس مولوي الفت هاشمي د يوې ترافيکي پېښې له کبله مړ شوی.
د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد ويلي، چې د نوموړي موټر تیره شپه دولس بجې د مرکز مهترلام اړوند قرارګاه سیمه کې ترافیکي پېښه کرې ده
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د لغمان د استخباراتو رييس مړ شوی او ۴ ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
دا چې پېښه څنګه رامنځته شوې څه نه دي ویل شوي.
يوې ځايي سرچينې تاند ته وويل، چې د مولوي الفت موټر چلوونکي د ښار منځ کې په ډېرې تېزۍ موټر چلوه، چې موټر يې نسکور او دغه پېښه رامنځته شوه.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته، دا لومړی ځل دی چې دغلته په ترافیکي پېښه کې د دوی د یوه لوړپوړي چارواکي د مړینې خبر ورکول کېږي.
وړمه ورځ د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د لغمان په مربوطاتو کې څو ترافیکي پېښې شوې وې چې له کبله یې پنځه تنه عام خلک مړه او اته نور ټپیان شوي وو.
د طالبانو پر چارواکو او موټر چلوونکو يې د عامو خلکو يوه ډېره تکرار شوې نیوکه په موټر چلولو کې ډېره بې احتیاطي ده.
ویل کیږي، چې د دې بې احتياطۍ له کبله له په مختلفو ولايتونو کې لسګونه دولتي موټرې تخریب شوي دي.