یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+آیا د «اسلامي اِمارت» جوړولو ته ضرورت شته؟

آیا د «اسلامي اِمارت» جوړولو ته ضرورت شته؟

د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه

د امریکا د متحده ایالاتو د پاسِفیکا د لوړو تحصیلاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد

د افغانستان مسلمان ولس له دیارلس پېړیو راهیسې په خدای او قران ایمان لري، د اسلام پر اصولو او ارکانو پابند دی، خپل دیني هویت یې ساتلی، او خپل عبادات یې د حاکمانو او پادشاهانو له مداخلې، حکم، او امر نه پرته پرځای کړی. دیني عالمانو، فقیهانو، مفتیانو، ملایانو او حتی د دین سوداګرانو دی ولس ته د دیني موضوعاتو تبلیغ کړی، خو هیڅ کله دی ته ضرورت نه دی پیدا شوی چې واکمنان دیني احکام د سیاسي احکامو په واسطه پر خلکو تحمیل کړی. احتمالاً په دی دلیل چې د دولت مشران او د دین پوهان پوهېدل چې  په قران کې د سیاسي حاکمیت هیڅ جواز نشته. برسېره پر دې رسول اکرم (ص) هم په خپلو کړو ورړو کې د دیني حکومت د تشکیل عرف یا سنت تجویز ندی کړی.

دیارلسو پېړیو په اوږد کې ددی ټاټوبی په سیاسي قلمرو کې هیڅ دیني حکومت ندی جوړشوی چې اقلاً د تاریخي سابقې د استناد له مخی د «اسلامي امارت» جوړول مورد او مفهوم پیدا کړی. د صفوي شاه عباس له خوا د هزاره ګانو مسلمانول او د امیر عبدالرحمن خان له خوا د کافرستان د خلکو مسلمانول له یوه دین نه بل دین ته د خلکو اړول و. کله چې دغو ولسونو اسلام ومانه، بیا هیڅ حکومت د دوی پر عاداتو، عباداتو، او اعتقادتو کار نه درلود.

آیا په اسلام کې اسلامي حکومت شته؟| دوکتور زمان ستانیزی

په نړیواله کچه هم حتی د مصر فاطمیونو، د اسپانیا مرابطونو، د مغلي هند اورنګزیب، او د صفوي پارس افراطي دیانتګرو خپل حکومتونه په «اسلامي» صفت مسمی نکړل. د طالبانو حامي معاصر هیوادونه لکه سعودي عربستان، هاشمي اردن، عربي متحده امارات، او قطر هم خپل دولتونه د اسلام د کلمی نه پرته د سلطنتي کورنیو یا جغرافیایي منطقو په نامه نومولی دی.

یوازی درې معاصر حکومتونه د درې بیلابیلو او متفاوتو دلایلو له مخی خپل سیاسي نظامونه رسماً «اسلامي» اعلان کړی. پاکستان له هند سره په تضاد، تقابل، او تفاوت کې لزوماً خپل جمهوریت اسلامي نومولی ځکه د زرګونو کلونو له ګډ تاریخ او دود او دستور له مخی پاکستان له اسلامي هویت نه پرته له هند نه متمایز کیدلای نشی. نننی ایران د خپلو شیعي اعتقاداتو له مخی د اسلامي جمهوریت نومولو په ذریعه د امام آخرزمان د را ستنېدلو او هرکلی لپاره لار آواره کړی. د داعش یا «د عراق او شام د اسلامي دولت» پلویان چې نیکونو یې سل کاله پخوا د انګریزانو په لمسون د عثمانیانو د وروستني اسلامي خلافت پر ضد بلوا وکړه د خپل وجدان د عذاب د رفعی او دفعی په خاطر سل کاله وروسته پخپله د اسلامي خلافت د بیا احیا کولو په فکر کې شوی.

ددی په پرتله د افغانستان ټولنه هیڅ تاریخي، سیاسي، مذهبي، قراني، یا د محمدي سننو له مخی دلیل نلری چې له دیارلسو پېړیو وروسته د کوم دلیل یا خاص ضرورت نه پرته «اسلامي امارت» جوړ کړی. مهمه دا ده چې د تېرو دیارلسو پېړیو په اږدو کې نه د حنفی، جعفری، حنبلی/وهابی فقهی شرعو توپیر لزوما د دی مستلزم دی چې د سیاسي اسلام د  افراط لپاره  د قدرت د انحصار وسیله وګرځی، نه د افغانستان خلک کافران شوی او نه د خلکو په دیانت او ایمانداری کې کوم تغیر راغلی چې له سره مسلمانېدلو ته یې ضرورت پیدا شوی وی، نه هیڅ داسی مرجع پېژنو چې د داسی کار د اجراکولو صلاحیت یې طالبانو ته سپارلی وی.

 اسلامي حکومت د امریکایي اسلام له نظره| دوکتور زمان ستانیزی

د دغو دلایلو له مخې، هغه اِمارت چې اسلامي نومول شوی په واقعیت کې طالباني اِمارت دی او د افغانستان څه د پاسه اته دېرش میلیونه مسلمان ولس مُسَلَم حق لری چې د طالباني اِمارت له مسئولینو نه دغه مشروع، منطقي او کاملاً پرځای  پوښتنه وکړی چې له کله راهیسی، په څه سبب، او د کومې معضلې یا مشکل د حل لپاره باید افغانستان یو«اسلامي اِمارت» وګڼل شی؟ که چېری د یو نظام ټاکنه د ذوق خبره وای، پروایی نکوله، خو د دې اِمارت د جوړولو په لار کې طالبانو د افغانستان پر خلکو ډېر مشقات  تحمیل کړل او په واقعیت کې یې هغوی مجبور کړل څو د خپل منتخب حکومت پر ځای جبراً د طالبانو سلطه ومنی. نو ځکه د افغانستان خلک حق لري وپوهېږی چې ولې د داسی دیانتګرۍ تر استبداد لاندی کښېوتلی دی.

د یو معقول دلیل د ارایې په غیاب کې د طالبانو دریځ یوازی د دغې ټوکې په ترڅ کې توجیه کېدلی شی:

وایی یو ملا/طالب د مهاجرو په ډله کې سویدن ته ورسېده و او سویدنیانو په یو ځانګړی ټولنه کې دوی ته ښه راغلاست ووایه. ملا په خپله وینا کې د سویدن خلک اسلام ته را وبلل: «ای خلکو تاسی د اسلام دین ته را بولم ځکه اسلام ستاسو د ستونزو د حل لپاره یوازینۍ لار ده.»

سویدنیان: «اسلام د کومو ستونزو د حل لار ده؟»

ملا: «اسلام ستاسو د ټولو ستونزو د حل لار ده.»

سویدنیان: «مونږ هیڅ ستونزی نلرو چې حل ته یې ضرورت پیدا شی.»

ملا: «تاسی یوځل مسلمانان شی، ستونزې پخپله درته پیدا کېږی.»

د افغانستان د غمځپلی ولس حال حتی د ټوکې په طنز کې هم دردناک برېښی، ځکه د اسلامي امارت د جوړولو د ضرورت پوښتنه هسی بی ځوابه پاته ده. اسلام حق ته د تسلیمېدلو معنی ورکوی، نه ظلم ته، په تېره بیا داسی ستم چې د اسلام په نامه پر خلکو تحمیل شی. له هغه پرته د اِمارت او حِمارت تفکیک له مینځه ځی. قران په اصرار او تکرار په تعقل حکم کوی. د قرانی تعقل همدغه وجیبه پوښتنه کوی: آیا د «اسلامي امارت» په نامه د یو نظام د جوړولو په خاطر ضرور و چې د افغانستان غمځپلی ولس دی دومره قربانی ورکړی؟

پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي

د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۹ د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په رسمي اعلامیه کې ادعا شوې چې د افغانستان څه د پاسه شپېته سلنه یا ۲۲۸۰۰۰۰۰ وګړي له قحطۍ سره مخ دي، نږدې ۷۰۰ زره د شیدو تغذیه کونکي ماشومان او شیدی ورکونکې میندې له سؤتغذی سره مخ دي، یوازې د طالبانو د ظلمت په لومړیو درېو میاشتو کې د هیواد د نژدی درې میلیونه داخلي بې ځایه شویو په شمېر له ۶۶۵۰۰۰ څخه زیات کسان زیات شوی، او له شاه تر ګدا پوری په زرګونو مسلمانانو له هیواد نه تېښتې ته مخه کړی…

آیا د هیواد په تاریخ کې دغه تر ټولو ستره غمیزه د دی لپاره را مینځ ته شوه څو د اسلام په نامه «طالباني امارت» حاکمیت پیدا کړی؟ آيا دا ټولی وژنې، ورانۍ، بربادۍ او تباهۍ د دی لپاره وی څو هغه خلک چې په خپله خوښه يې د خداى عبادت کاوه، له دې وروسته د طالبانو له بېرې د خدای لمانځنه وکړی؟ آيا د «وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر» قرانی خدای لمانځنه یوازی د سختۍ او عذاب له لاری میسره ده؟ آیا هغه اسلام چې په ورځ کې پنځه ځله خلک «فلاح» او سوکالۍ ته را بولي، باید لار یې له سوکالۍ نه د بیوزلۍ او بیکورۍ خوا ته واوړی؟ آیا هغه خالق چې انسان ته يې د اختیار له مخی د عبادت حق ورکړى، باید اختیار یې د تورې او ټوپک او د دیانتګرۍ د شعار په جبر تحمیل شى؟ آیا کوم دلیل او برهان یا کوم ضرورت شته چې د هغه له مخی د افغانستان ولس د سیاسي قدرت انحصار ته د اسلام تر شعار لاندی سر ټیټ کړی او د خدای حاکمیت د بند ه له استخلاف نه پرته ومنی؟

له دین او دولت سره لوبې د خلکو او خدای حقوقو ته سپکاوی دی.

8 COMMENTS

  1. عالي لکینه ده.
    له ډاکتر صاحب څخه د داسې نورو لیکنو هیله لرم. دا ډول لیکنې زموږ ویده ملت ویښولی شی.
    متاسفانه زموږ په ژبه کې دا ډول لیکنې نشته یا ډيرې کمې دي ځکه خو داسې در په دره یوو.
    عمر مو ډیر شه
    نعت الله سرور

  2. واقغاً اجته لیکنه ده. ټولو دوستانو ته یې د لوستلو سپارښتنه کوم.
    ډاکتر صاحب په عمر مو برکت شه.
    عزیززوی

  3. د ښاغلی ستانیزی صاحب د پام وړ لیکنی څخه په مننی سره؛
    د یوې عینی پدیدې په هکله ستائنه، غندنه، تردید، تائید، انتقاد، اعتراض ،تحلیل ، څیړنه او……… معمولاً دوې بڼی درلودلای سی ( اوَلیت او تأخیر ).
    د طالب د حاکمیتی ادعا په باب به پورته لیکنه پر واقعیت او حتی حقیقت بِناء وی
    خو
    اصلی پوښتنه دا ده چی:
    چی د غرب خصوصاً امریکې او انګلیس او همدارنګه چین او روسئې او نورو ښکیلو لویو قدرتونو اخلاقی رسالت او د بشرپالنی او دموکراسی د تعمیم په ډګر کی د ډیری پانګه اچوَنی د ادعا ! پایلی او نتائج ولی نه څیړل کیږی؟ آیا د طالب د حاکمیت او تسلط د پروژې د پلی کولو شا ته د انګلیس او امریکې او چین او پنجاب پټ او ښکاره رول او ددې رول ژور تحلیل د ” اوَلیَت ” وړ نه دئ د طالب د ” ادعا ” تر تحلیل؟
    دا خبره به د منلو وړ وی چی ( مثلاً ) د ۱۳۰۰ کلونو په اوږدو کی په هیڅ اسلامی ټولنه کی د ” طالبی امارت ” نمونه نه ده تر سترګو سوې
    خو
    دا خبره هم باید ومنله سی چی د ” استعمار او استثمار او استحمار ” په هیڅ تاریخی پړاؤ کی داسی استعمارګر او توطئه ګر نه دئ لیدل سوئ چی هم لسیزی لسیزی یوه ټولنه د دوستۍ په لباس کی وغولَوی او بیا ئې جیبونه ور تش کړی او بیا ئې نورو ډاکوګانو ته لاس تړلی پلاس ورکړی او بیا ئې د لوږی او هر اړخیز فقر سره هم لاس او ګریوان کړی ( البته د صهیونیزم او کاپیټالیزم او امپریالیزم د سردمدارانو څخه بېله دې سوغات ! د بل څه توقع به هم یوه بېځایه توقع وی) .

  4. د ستانیکزي خبرې ما له طلوع تلویزون څخه هم واورېدې هغه نه منطقي وې او نه رواجي ، ستانیکزی پر دې نه پو هیږي چې هر حزب، هرې ګروه او هر سیاسي جریان چې د خپل اولس د ازادي لپاره موفق شوي وي او په شل کاله جنګ کې یې ډیرې قرباني ورکړي وي نو ددوی حق دی چې سیاسي نظام هم په خپله ورته وټاکې او دنورو خبرې شاته واچوي ، پر دې اساس طالبان هم حق لري چې نوم یې په خپله خوښه غوره کړي او اسلامي عمارت یې وبولي ! جمهوریت د افغانانو په ازهانو او افکارو کې د خیانت ، رشوت ، بی ناموسي او هیواد خرڅونې ګنج او کڅوړه تیره شوې ده نو له دې کبله اسلامي امارت یو بر ابر نوم دی ، داچې دا نوم څرنګه ډکیږي او څه ډول اجرائت پکښې کیږي ، هغه د انقلابیانو او ازادي غوښتونکو تر نبوغ او داولس تر همکاري پورې اړه لري .

  5. محترم pattang، هیله مند یم چې پتنګ شی خو په جنګ نشی.
    ریښتیا وایاست چې زما او ستاسی د منطق تر مینځ ډېر توپیر شته. ستاسو منطق وایی هرچا چې په زور حکومت ونیو «نو ددوی حق دی چې سیاسي نظام هم په خپله ورته وټاکې او دنورو خبرې شاته واچوي ، پر دې اساس طالبان هم حق لري چې نوم یې په خپله خوښه غوره کړي او اسلامي عمارت یې وبولي». ستاسو د منطق له مخې خلقیانو/پرچمینانو هم حق درلود چې ولس یې د دوی په زعم د خپلو دښمنانو له استبداد نه وژغوره نو د هر ډول نظام جوړولو حق یې درلود. زما قرانی کرامت زور ته نه تسلیمېږی، زما منطق او عقلانیت د زور حکومت نه منی، زما پښتو وایې چې «په زور کلی نه کېږی»، زما اسلام وایی چې په اسلام کې حکومت په زور نه نیول کېږی بلکه د رای او بعیت په تعهد کې مشروعیت پیدا کوی. دغه رسم حضرت رسول اکرم د میثاق المدینه په اجتماعی/سیاسی قرار داد کې مسلمانانو ته د یو سنت په ډول پرېښود. څوک چې د «اسلامی امارت» دفاع کوی، باید حتماً د اسلام د تاریخ یو څو پانې واړوی.

    نړیوالی تحقیقاتی موسسې په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د تلفاتو شمېر ۲۴۴۸ تنه او د ولسی خلکو د تلفاتو شمېر ۴۷۲۴۵ ښیي د نظامی او پولیسو د تلفاتو شمېر ۶۶۰۰۰ تنه تخمینوی او د طالبانو او د حکومت د نورومخالفینو تلفات ۵۱۱۹۱ تنه ښیي.

    په دې تناسب د هر امریکایی د وژنی تر څنګ طالبانو تقریباً په ۳۰ تنو مسلمانو جنګیالیو (نظامیانو او پولیسو) میندی بوری کړی، او د هر امریکایی د وژنی تر څنګ یې نژدی ۲۵ تنه بی ګناه ولسی خلک په معصومانه ډول په انتحاری چاودنو کې د خپل قهر قربانی کړی چې څه نا څه د ښځو او ماشومانو په وژنه کې د پښتونوالی، اسلام، او انسانیت ټول اصول تر پښتو لاندی شوی.

  6. د pattang د تبصری ادامه:
    د منطق له مخی کې د ۲۴۴۸ امریکاییانو وژل جهاد ګڼل کېږی، نو د ۴۷۲۴۵ بیګناه خلکو وژل هم باید قتل عام وګنل شی.خو زما او ستاسو د متفاوت منطق له مخې ګمان نه کوم چې داسی نتیجی ته ورسېږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب