جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېاسلامآیا په اسلام کې اسلامي حکومت شته؟| دوکتور زمان ستانیزی

آیا په اسلام کې اسلامي حکومت شته؟| دوکتور زمان ستانیزی

ښاغلی ستانیزی د امریکا په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد دی

په نړۍ کې د سیاسي اسلام او دنیایي دیانت پلویان د شعار له مخې د اسلامي حکومتونو او اسلامي دولتونو د تشکیلولو ادعا کوی. زمونږ بحث نه سیاسي دی او نه په شعارونو اتکا کوی. دلته غواړو یوازی له علمي نظره موضوع و څېړو او عنوان شوی پوښتنې ته ځواب وکړو.

ډاکتر زمان ستانیزی

اسلامي حکومت یعنې څه؟

په قران کې د اسلامي حکومت د تشکیلولو لپاره صریح حکم نشته. حضرت رسول اکرم (ص) نه اسلامي دولت جوړ کړی، او نه یې د اسلامي حکومت د جوړولو توصیه کړی. تاریخ ټول هغه حکومتونه چې دین او دولت یې سره یوکړی دهغو د اعمالو د عواقبو او اسلامي ټولنې ته د جبران نه کېدونکو تاوانو د نتیجو له مخی محکوموی. اسلامي تمدن له اسلامي حکومت نه پرته اوج ته ورسېد، خو په نامه اسلامي حکومتونو د فتنې، فسق، او فساد په سبب سیاسي اسلام ته بد نوم و ګاټه.‌

قران

قران د یو وحیانی رسالت په توګه ټول بشریت ته پیغام په یوه جغرافیایي، سیاسي، یا نژادي… چاپېریال کې نه محدودوی. برسېره پر دې قران له معنوي ارزښتونو سره سروکار لری، خو سیاست دنیایي قدرت او عظمت غواړی، دغه دوه متضاد قدرتونه د دین او دولت په ادغام کې نه ځایېږی.

سنت

حضرت رسول اکرم (ص) د اسلامي تمدن بنسټ کېښود، نه د اسلامي حکومت. داسی تمدن څو په هغه کې د مختلفوعقایدو پیروان د یو مدني قانون په اساس د یو مدني نظام تر سیوری لاندی هوسا ژوند وکړی.

نو ځکه یې د داسی یو سیاسي نظام تهداب د میثاق مدینه په اساس کېښود، نه د قران، تورات، یا انجیل په اساس. د حضرت رسول (ص) په دغه کار کې د خدای اراده او رضاه د مدني آیاتو په متن کې موندلی شو چې د ټولنې د هوسایي په منظور نازل شوی. د دغی روښانه سیاسي اندېښنې د پلی کولو په سبب یثرب، مدینه منوره و نومول شوه. د مدنی قوانینو د تطبیق له مخې مدینې د یو جمهوریت حیثیت پیدا کړ چې د مدنی قوانینو تر څنګه بېلو مذهبي ډلو د خپلو دیانتي قوانینو پیروي کوله. هسې جمهوریت چې افلاطون یې آرزومندي په خپل جمهوریت نومی کتاب کې کړی وه او فارابي یې فضیلت وروسته په مدینه فاضله کې تشریح کړ.

تاریخ

د اسلام په تاریخ کې تر ټولو لویې فتنې او فاجعې د دین او دولت د نژدیوالی یا یووالی په نتیجه کې را مینځ شوی. په ډېره خلصه توګه د مصر د فاطمیونو افراطي اسلامي حکومت د صلیبی جګړو اسباب را مینځ ته کړل، د اسپانیې د موحیدینو د اسلامي حکومت د افراط په سبب مسیحیانو بلوا وکړه او مسلمانان یې له اسپانیې وایستل، د مغل اورنګزیب د افراط په نتیجه کې هندوانو د انګریزانو په ملاتړ مسلمانان له قدرته و غورځول، د صفویانو د حکومت د افراط په نتیجه کې د شیعه او سني تر میځ داسی اور بل شو چې تر اوسه یې مسلمانان په لمبو کې سوځی. د اوسنی ایران د جمهوري اسلامي سیاست په منطقه کې د مذهبی تشنج اور ته لمن وهی، د طالبانو د «سوټه مسلماني» افراط او سیاسي اختناق د کمونستانو او د «مجاهدینو» د انارشي تورې ورځی د خلکو له یاده و ایستلی.

نو دا څنګه «سوچه» اسلامي حکومت دی چې نه یې قران حکم کړی، نه یې رسول توصیه کړی، نه یې تاریخ مصلحت ګڼی، او نه د افغانستان ولس شهادت پری ورکوی؟ که هسې د شعار خبره وی، نو بیا «د افغانستان د اسلامي جمهوریت» او «د طالبانو د اسلامي امارت» په شمول ډېرو د اسلام دین ته سپکاوی کړی چې د هر فاسد او ناولی سیاسي تشکیل د نامه سره جوخت د اسلام کلمه ضمیمه کوی، خو د اسلامي اخلاقو یو ټکی لاهم په کښې نه وی.‌

«سوچه» اسلامي حکومت

هر څوک چې د یوې ډبرې له شا نه سر راپورته کړی (زما په شمول)، ځان ته د اسلام یو تعریف لری. مشکل هلته را مینځ ته کېږی چې یوڅوک وغواړی د خپل تعریف اسلام معیار وګرځوی او پر نورو یې تحمیلوی. یعنی له دیارلسو پېړیو وروسته مسلمانان له سره مسلمانوی. دغه راز د دوهم ځل مسلمانول خونړی تاریخ لری. د مصر فاطمیونو سني مذهبه خلک «سوچه» مسلمانان نه ګڼل. صفویانو د پارس خلک په زور له شافعي مذهب نه جعفري مذهب ته واړول چې ځینې یې اوس هم سنی مذهبه خلک مسلمان نه ګڼی. طالبانو حنفي مذهبه خلک وهابیت ته را بلل او جعفري مذهبه یې د رافضي په نامه واجب القتل ګڼل.‌ دغو «سوچه» مسلمانانو هغومره خلک په خپل عمل نه مسلمان کول چې په خپله تعصبي فتوا یې کافران کول.

په دغه دوهم ځل مسلمانولو کې له قران نه د تورات پر احکامو زیات اصرار کېده. مثلاً په قران کې د سنګسار حکم نشته، خو په تورات او د طالبانو په کتاب کې شته. په قران کې علم په نر او ښځه فرض دی، خو په تورات او د طالبانو په کتاب کې ښځی د نورو حقوقو په شمول د علم او سواد له حق نه هم محرومی دی….

برسره پر دې، طالبانو د قران وحیانی اصطلاحات د سیاسی حاکمیت په خدمت کې تعریفول. مثلاً د «امر» اصطلاح په قران کې د ترغیب، هدایت، او تشویق معنا لری، خو طالبانو دغی کلمې ته د عامیانه ذهنیت له مخی د حکم معنا ورکوله.

د «وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ» (شوری ۳۸)او «وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ» (لقمان ۴۱) متوازی معناوی د طالبانو په نزد متضادی وی. ځکه په لمړنی «وَأَمْرُ» یې هیڅ عمل نه کاوه، خو دوهم «وَأَمْرُ» یې هیڅ له یاده نه وته، ځکه چې د لمړی آیت«وَأَمْرُ» د استخلاف له مخې خلکو ته د رأی حق ورکاوه، خو د دوهم آیت «وَأَمْرُ» د دوی د تعبیر له مخې د انسان اختیار او آزادی تحریمول. او حق همیشه تحریم او تکفیر ته تسلیم و.

مدینه فاضله؟

په مدینه فاضله کې د دین او دولت قلمرو او صلاحیت جلا وی:

د قران د صریح حکم له مخی لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ (بقره۲۵۶) په دینی چارو کې اکراه او جبر جایز نه دی.

په اعتقادی امورو کې د قران د «وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» (انعام ۱۶۴) آیت د مکرر نزول په اساس مسؤلیت شخصي دی، نه انتقالي یا نیابتي. عبادات د یو انسان او د خدای تر مینځ دی او په حکومت هیڅ اړه نلری.

په مدني چارو کې یو شخص تر هغه ځایه د آزادی حد لری چې د بل پر حق تعرض ته نژدی شی.

په مدینه فاضله کې حاکمیت مشروط په استخلاف دی. حاکمیت د حکومت وظیفې تعیینوی او استخلاف د خلکو مدني حقوق تضمینوی.

استخلاف (د حضرت آدم په شان پر ځمکه باندی خلیفه توب) دی چې هر انسان د اختیار خاوند دی او دغه اختیار د آزادی مستلزم دی. د استخلاف حق په قران کې څو ځایه ذکر شوی ( ۷:۵۴، ۱۲:۴۰،۲۴:۵۵، ۴:۱۰۵…)

خللک د انتخاباتو یا شوری له لاری  د رأی په ذریعه حکومت ته مشروعیت ورکوی.

حکومت ددغو رایو د اخیستلو په مقابل کې د استخلاف په اساس د خلکو مدني حقوق تضمینوی.

په مدینه فاضله کې خلک حق لری او حکومت وظیفه، نه برعکس لکه د طالبانو په وخت کې چې دغه معادله معکوسه شوی وه او حکومت ټول حقوق انحصار کړی و او خلک یې جبری تابعیت ته مکلف شوی و.

د طالبانو د فرمان تابعیت حتی په عبادت کې د خدای د فرمان له تابعیت نه مقدم و، ځکه د طالب د بېرې او د خدای د فضل تر مینځ واټن د انسان د درنښت، حیثیت، حرمت، او کرامت په بیعه تمامېده.

اوس چې د اسلامي حکومت لپاره د قران، سنت، او تاریخ استناد نشته، آیا په افغانستان کې داسې څوک شته چې د مدینه فاضله د سنت د ادا کولو آواز پورته کړی؟

https://www.cambridge.org/engage/coe/article-details/5ed4885a91e0460019d88adc

15 COMMENTS

  1. سلام استاد :
    راځي چې په ډېره ابتدایی کچه علمی بحث وکړو لومړی دا چې ستا الهیات او عرفان مضمون وپېژندل شی چې په کومه برخه کې ستا څېړنه ښیې. زه له تا سره په لاندې برخو کې دمنطقی ثبوت او استدلال په سر موافق نه یم .
    زمونږ بحث نه سیاسي دی او نه په شعارونو اتکا کوی. نو څه دی؟
    قران د (یو وحیانی) رسالت په توګه ټول بشریت ته پیغام په یوه جغرافیایي، سیاسي، یا نژادي… چاپېریال کې نه محدودوی. څه ډول؟
    خو اوس وحی ، رسالت ،بشریت ، پیغام دقضيي یو اړخ ولې جغرافیه ،سیاست ،نژاد ،چاپیریال او محدودول دقضيې بل اړخ دی . چې داهم باید د یوې متناسبې معادلې شکل د ثبوت ا وتجزیې لباره غوره کړی.
    لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ (سمې او ناسمې لارې) دا باید بشپړه شی چې دلا کلیمه کومې قضیې ته منسوب کیږی.
    حضرت رسول اکرم (ص) د اسلامي تمدن بنسټ کېښود، نه د اسلامي حکومت. داسی تمدن څو په هغه کې د مختلفوعقایدو پیروان د یو مدني قانون په اساس د یو مدني نظام تر سیوری لاندی هوسا ژوند وکړی.

    دتمدن ،مدنیت ،قانون ،نظام ،عقاید او یروان،هوسا ژوند، د ا څه دی ؟ مګر سیاست جلا ښکر لری . ماته خوستا لیکنه هم سیاست ښکاری .
    یا ایها الناس انا خلقنکم من ذکر وانثی وجعلنکم شعوبا وقبایل لتعارفو ان اکرمکم عندالله اتقکم ان الله علیم خبیر.
    داچې خلک دناسمې لارې اړخ نیسی ،فسق وفساد کوی ،ظلم او بربریت دا بیا د انسانا نو دخصلت او انتخاب جلا بحث دی او په هر قوم اوقبیله یامذاهبو کې دغه ډول کسان شته .

    • ډېر محترم ورور ع. شریف زاد،
      تاسو لیکلی چې په لاندی مواردو کې له ماسره همنظره نه یاست. دغه اختلاف د نظر تقریباً زما ټول مضمون دی. زه ستاسی اختلاف د نظر قبلوم، خو له دې چې خپل خلاف نظریات مو ندی لیکی، د خپل نظر نیمګرتیاوی نشم ورسره مقایسه کولای. البته دا هم یو لوی بحث دې چې په یوه تبصره کې نه ځایېږی.
      مننه

  2. سلامونه،
    استاذ زمان خان ستانکزي صیب او ورور ع. شریفزاد ساب!!
    زما په آند دا ډیره پراخه او مغلقه موضوع ده . بهتره به دا وای چې په اوسنیو دنیايي شرایطو کښې ،یو ښه دیني پروفیسر ،دکتور یا تر مولی نا او شیخ الحدیث او آیت الله درجو رسیدلي بحث کړی وای.په هر حال.
    اصلي خبره د اخلاقیاتو، اعتقاداتو او معاملاتو ده چې هم د دین هم د نیا ستنې جوړوي . او بل له آدمه تر دې دمه د ابلیس، شیطان ،طاغوت ا.د.ن. لاسوهنې ، وساوس، اغواګرئ او…. هم باید له یاده ونه باسو چې په کریم قرآن کښې ېې بار بار ذکر راغلی .
    مقصد مې دا دی که له اسلامي ابراهیم ع.س. (چې د دریواړه آسماني ادیانو یهودیت، نصرانیت او اسلام (محمدي)) بنسټ ایښودونکی و ، بیا تر خلفای راشدین، عمر ثاني (بن عبدالعزیز)، نوشیروان عادل ، بهلول دانا او داسې نورو تاریخ ته وګورو د پورته ۳ اصولو ښې بیلګې ېې وړاندې کړي دي ؛ بر عکس ستاسو د ډیموکراتیک یونان نه نیولې تر اوسنۍ ټرمپیزم امریکآو نړۍ او د بنی اسرایلو او ورته رژیمونو ظلمونه پر بیوزلو انسانانو لکه چې د دولت او هکومتدارۍ ښې بیلګې دي؟؟؟
    یوه بله ښه بیلګه د ترکيې اوسنی دولت او حکومت دی چې کوښښ کوي بیرته د کمال آتاترک غلطیانې اصلاح کړي .
    لڼډه داچې : ان الدین عند الله الاسلام
    او په دیني اوامرو او نواهیو کې د دنیا خیر او شر هم پروت دی. فاعتبروا یا اولی الابصار.

    • ښاغلی ورور ډ. حمیدالله زړور ساپی،
      ستاسو د لیکنی وروستی ټکی «ان الدین عند الله الاسلام» زما د نظر نائید کوی. زمونږ دین اسلام دی، نه زمونږ حکومت.
      مننه

  3. بیا هم سلامونه او احترامات ؛
    رښتیا وايي سرمست ساب، آیا په دا ډیرو ملایانو کښې کوم صحیح عالم شته چې دا جالب بحث ته حل لیاره پیدا کړي ، خو نه د قطریانو-امریکایان-طالبانو او ټلوالو بحثونه!!.غوندې!!!
    مونږ خو په قلیل علم سره همدومره وضاحت ورکولی وشو. په درنوائ.
    له توجه مڼنه.

    • محترم سنګو،
      د رحمن بابا ښکلی کلام دغه ثابتوی چې نه یوازی سیاستمدارانو دین د دنیا په لار کې دام ایښی، بلکه داسی چې مونږ اکثره د چوغکو په څېر په دې دام کې ګیر شوی یو. او د سیاستمدارانو د بهره برداری په خاطر مونږ هم دا شعار ورکو چې اسلامی حکومت غواړو. مونږ که ټَینګ ایمان او اعتقاد ولرو حکومت ته هیڅ حاجت نشته چې مونږ مسلمانان د خپلو سیاست بازیو په مقصد له سره
      مسلمان کړی.
      مننه

  4. اول سلامونه، خدای دی وکړی د تاند اداره زما لیکنه سانسور نکړی.
    د لیکونکی داکتر سیب لیکنه د امریکایی اسلام ته ورته اسلام ښکاری. د هغه ځینی ټکی د مسلمان و عقیدی ته تاوان لری.
    اسلامی حکومت د قران او سنت په اصولو ولاړ سیاسی نظام ته وایی. اسلامی حکومت د نبی اکرم د مدینی د نظام او بیا د خلافت او ملکیت نظامونو ته ویل کیږی چه د قران او سنت په فرمانونو ولاړ وو. نوم اهمیت نلری خو د سیاسی نظام محتوی مهمه ده. هغه چه اسلامی زمامدارانو کړی هغه ته حکومت ویل کیږی. دا چه داکتر زمان د اسلامیات او عرفان مدرس دی نو د هغه لیکنه د حقوقی اصولو نه لیری او د هغه خبری د قانون او سیاست سره کوم تړاو نلری او ځکه هغه جدی سهوی کړی جه هغه دا دی:
    ۱. قران: كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَر: مطلب دادی چه مسلمان بهترینه جامعه ده ځکه هغوی خلک و ښیګڼی ته رابولی او له بدی نه لری کوی. دلته امر عامه ترجمه لری خو حکم پکښی شامل دی. قران بیا وایی: يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ. داود علیه السلام نبی وو او اسراییل ورته پاچاوایی. خدای ج په هغه امر کړی وو چه هغه خدای پاچا (خلیفه) کړی دی نو باید د خلکو په مینځ کی په حقه فیصلی وکړی او د نفس او هوی نه ډډه وکړی ځکه هغه به یی د خدای له لیاری لیری او ګمراه کړی. د دی په تائید قران ګڼه ایتونه لری چه مسلمان مکلف دی چه قانونی فیصلی د خدای ج د کتاب سره سمی وکړی: وَأَنِ ٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَٱحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَنۢ بَعْضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ؛ إنا أنزلنا إليك الكتاب بالحق لتحكم بين الناس بما أراك الله ولا تكن للخائنين خصيما” (النساء: 105) داس نور ډیر ایتونه شته چه نبی او مسلمانان د خدای د نازلو ارشاداتو سره مطابق د حکم او یا حکومت کولو مکلف بولی. بل آیت بیا هغه کس چه د خدای په قران حکومت نکوی کافر بولی: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ [المائدة:44. البته کفر هلته دی چه څوک عقیدیی د خدای حکم په بل بدل کړی.
    داکنر زمان تاریخ مسخ کړی: که چیری اسلامی نړی په تاریخ کی نه حکومت لرلی وی او نه دولت نو بیا داکتر زمان به رښتیا ویلی وی. خو دا خبره رښتیا نده. اسلام د نیی ص له وخته د دولتونو اساسی قانون وو او د هغه په اساس یی ځپل حکومت ته مشروعیت ورکاوو. اسلام د د هغه دولتو له لوری په زیاته توګه خپور شوی دی. اسلام هلته زیان لیدلی چه دولت له اسلام نه مخالفت کړی یا دین او دولت سره بیل سوی وی.
    سنت
    دا رښتیا ده چه حضرت پیامبر ص د میثاق مدینه او یا بیعت په اساس جکومت پیل کړ چه اوس هغه غربیانو غلا کړی او د ملی قرارداد او یا د خلکو د خوښی حکومت په نامه یادیږی. مګر ډاکنر سیب ندی ویلی چه په مسلمانانو کوم احکام تطبیق کیدل؟ نبی ص د یوی کثیر الادیانی جامعی بنسټ کیښود چه لا تر اوسه غربیان هغه نسی عملی کولی سره لدی د بشر د حقونو ناری هم وهی.
    داکتر زمان د کومی ډبری له شا راپورته سوی چه نه په عربی پوه دی او نه قانونی اصولو. د یو ابتدایی شاګرد به دا ووایی چه په عربی مترادف لغات شته او هغه بیا د محتوی په تناسب تشریح کیږی. هغه ایت چه د شوری په هکله یی ذکر کړی هغه د دوهم ایت سره ربط نلری. اول ایت ایت د کارونو د څرنکوالی معنی لری یعنی د حکومت چلول په شوری وی. دوهم ایت بیا امر او نهی افاده کوی چه هغه خلکو ته د امر کولو معنی لری او مشتقات نه امر، امارت امیر او داسی نور دی.
    لنډه دا له داکتر زمانه نه هیله ده چه مسلمانان ګمراه نکړی او په خپلو عرفانی واهیاتو کی بیرته و اوسیږی.

  5. په علمي جرو بحث کې چاته توهین کول او زشت ویل د انسان اصلیت اوماهیت نورو ته څرګندوي. د ښاغلي طاهر ثابت لیکنه په قرآنی دلایلو مستنده ده ، خو ټول ښه والی ، حقیقت او عدالت ئې په توهین شروع او په کنځلو ختم کړیدی چې د دوی پوهې او ټینګ اعتقاد ته یې صدمه رسولې . پیام یې ښکلی دئ خو املا او انشا یې ضعیفه ده .
    اسلام د سولې ، عدالت ، حقیقت ، تعادل او انصاف دین دی ، نه د ښکنځلو او اکراه دین. وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (17

  6. حسن سيب سلام
    كشكي دا خبری نورو ته هم وکړی. خو خبره تر یوڅه حده ښه ده. د ښاغلی زمان لیکنه د مسلمان لپاره داسی دردونکی ده لکه چه کنځلی وی.
    دا چه زه او زمان دواړه اکادمیک کسان یو په اکادمیک لیکنه کی د یو بل لیکنی داسی بیانول چه هغه د مخالف د نظر منفی طرف وښیی منلی لیاره ده. په هر اکادمیک لیکنه کی د پوره بیطرفه او عمیق بحث کول د لیکونکی واجب دی. د ښاغلی زمان لیکنه هغی درجی ته نده رسیدلی. هغه نه تنها زیات حقایق ندی ویلی او یا یی قصدا پرییښی دی بلکه د اسلامی کلتور او عقیدی د پیژندلو لپاره یی د اولنی ضرورت چه په عربی ښه پوهیدل دی ندی ترسره کړی. هغوی تالبانو ته سپکه ویلی خو هغه متاسفانه تر تالبانو په دی باندی رښتیا شوی ده.
    تنده لیکنه دا ګټه لری چه په آینده کی به دلیکنی مخاطب سرسری لیکنه نکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب