شنبه, مې 4, 2024
Homeټولنیزراځئ په یوه هېواد کې د ظرفیت لوړول وپېژنو

راځئ په یوه هېواد کې د ظرفیت لوړول وپېژنو

سرچینه: د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له منابعو څخه

ژباړه او لنډیز: د محمد عارف رسولي

سریزه

د انکشاف په لور یو وده کوونکی روښ

نن سبا په انکشافي ټولنه کې رابرسېره کېدونکې هوکړه شته چې د « وړتیا وده » یا « رشد ظرفیت» د بشري انکشاف انجن دی. د اوسنیو اقتصادي، اقلیمي او غذايي بحرانونو په وخت کې، د دولتي او ټولنیزو وړتیاوو وده به زیاته ارزښتناکه پاته شي تر څو تګلارې طرحه او پلې کړي  او د دې بحرانونو اغیزې حد اقل ته ورسوي. په دې توګه د پرمختګ د دوام او د انکشاف د هدفونو، که هغه پخواني د زریزې موخې وې او که اوسني د تلپاتې انکشاف هدفونه وي، د لاسته راوړلو لامل شي.

وړتیا یا ظرفیت لوړول له دې اصله پیل کېږي چې خلک هغه وخت ښه توانمند کېږي چې کله خپل پوره پوتنسیال (ممکنه وړتیا) ته ورسېږی کله چې د انکشاف وسیلې پایداره وي – په کور د ننه خلکو لخوا وده ورکړل شوې وي، اوږدمهاله وي، او د هغو په واسطه په ټولیز ډول رامنځته او مدیریت شي، چې ورنه ګټه اخلي.

خو په دقیقه توګه د ظرفیت یا وړتیا لوړولو څخه زموږ موخه څه ده؟ داسې ښکاري چې د دې کلمې له زیات شهرت سره د هغو په هکله تشویشونه هم زیات شوي دي. د ځینو لپاره، د ظرفیت لوړول هر هغه هڅه کېدی شي چې کوم چاته وروښیو چې یو څه وکړي، یا هغه په غوره توګه وکړي. د نورو لپاره ممکن د نویو نهادونو یا د زړو د تقوېې په معنی وي. ځینې د ظرفیت وده د ښوونې او روزنې او ټرېننګ په شکل ویني، په داسې حال کې نور بیا هغه په یوه پراخه معنی اخلي لکه د انفرادي کسانو د حقونو خوندیتوب او ورته لاسرسی او یا ازادي.

ستاسو د خپلې تجربې په بنا، کله مو هم فکر ک چې ولې ځینې ټاکلې حکومتي نهادونه تر نورو غوره کار کوي

وړتیا یا ظرفیت لوړول: وسیلو ته لارې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې لپاره د ظرفیت وده پورته ټول عناصر په ځان کې نغاړي. دا اداره د وړتیا لوړول د یوې داسې پروسې په توګه ګوري په کومه کې چې افراد، سازمانونه او ټولنې توانمندۍ تر لاسه او غښتلې کوي او ساتې یې تر څو د خپل ځان انکشافي هدفونه د زمانې په تېرېدو سره ورباندې وټاکي او ترلاسه یې کړي.

په ساده توګه، ویلی شو که د وړتیا (ظرفیت) معنی هغه وسیلې وي چې په مرسته یې پلان کړو او هغه بیا تر لاسه کړو، نو د وړتیا لوړول بیا دې وسیلو ته د رسېدو د لارو په معنی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د وړتیا لوړولو په پروګرام کې یو بنسټیز عنصر بدلون او نوښت دی. د یوه فعالیت لپاره چې دا اداره ورته د وړتیا لوړولو په نظر وګوري، ورباندې عمل وشي او وهڅول شي، نو دا باید بدلون او نوښت رامنځته کړي کوم چې د زمانې د تېرېدو په بهیر کې په داخل کې رامنځته او دوام وکړي.  داسې بدلون او نوښت د فعالیتونو له سرته رسولو ور اخوا لیدل کېږي؛ د دې په ځای، هغه بیا د طرز فکر او عادتونو د بدلون خبره په ځان کې لري.

وړتیا انکشاف دی

د ظرفیت وده د بدلون په معنی دی کوم چې انفرادي کسان، رهبران، سازمانونه او ټولنې توانمند کوي. که کوم څه د هغو کسانو لخوا چې موخه یې ورته ګټه رسول وي رامنځته، رهبري او دوام لرونکی شوی، که بدلون او نوښت رامنځته ته نه کړي، نو داسې نه بلل کېږي چې وړتیا یې لوړه کړې ده، که څه هم یو مناسب انکشافي مقصد یې تر لاسه کړی وي. لاندې مثالونه سره پرتله کړئ…

یادښت – د لاندې جدول لنډه تشریح: په لاندې جدول کې په ښي پلو لمړي ستون کې له وړتیا (ظرفیت) لوړولو سره دودیز چلند ښيي چې باید ورنه ډډه وشي. خو په دوهم یا منځني ستون کې بیا په روښ بدلېږي. همدارنګه، دریم ستون موږ ته د دواړو تر منځ توپیر راښيي. باید ووایو چې دا یوازې په تمویلوونکو پورې اړه نه لري چې له دولتي ادارو سره د لمړي ستون دودیز کار په دوهم ډول باندې واړوي. په حقیقت کې دا د دولت کار دی چې په قوي سیاسي ارادې سره د ښو غوره پالیسیو، قوانینو او مقرراتو چې په هغه کې د لیاقت په بنسټ په کار ګومارنې، صلاحیت او ترفیع ورکولو، شفافیت، حساب ورکولو او نورو کلک پلي کول او نظارت اړین وي. که په دولت کې ګومارنې، صلاحیت ورکول او نور د واسطې، انډیوالیو، ګوندي او سمتي معیارونو به بنسټ وي موږ له دودیزو انکشافي چلند څخه چې په لمړی ستون کې ښوول شوی دی و دوهم منځني ستون ته چې غوره دی نه شو تللئ.

ولې وړتیا (ظرفیت) مهمه ده

« پخوانی مودل په یوه ناسمه فرضیه بنا و … دا چې ممکنه ده په پرمختیايي هېوادونو کې په خورا اسانۍ سره له شته ظرفیتونو سترګې پټې کړو او ځای یې په هغې پوهې او سیستمونو ونیسو چې بل ځای به بهر کې تولید شوي وي – د انکشاف یو شکل چې ځای ناستی کېږي، نه هغه انکشاف چې د بدلون او نوښت شکل لري.»                             د ظرفیت وده: د زړو ستونزو لپاره نوې حل لارې.

نو موږ اوس تشخیصولی شو چې وړتیا (ظرفیت) انکشاف دی. څنګه موږ دې فکر ته راورسېدو؟ ځینې به ووايي چې  انکشافي ټولنې یو جالب مسیر غوره کړی دی:

یادښت — د لاندې جدول تشریح: په لاندې جودل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) د ظرفیت لوړولو ودې پروګرام راښيي. په دې کې په لمړي ستون کې فرضیې، په دوهم یا منځنی ستون کې انکشافي مرستې او ډول یې او په دریم ستون کې د هغو پایلې ښودل کېږي. روښانه ده چې په پورته خوا کې د جدول دودیزې او پخوانۍ فرضیې، کارونه او پایلې ښوول شوي دي. خو د جدول چې هر څومره کښته ځو د دې ادارې د ظرفیت لوړولو هڅې اصلاح کېږي او په پای کې هغه څه ښيي چې اوس یې ټولې ادارې باید له دولت سره تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب