شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهشنونکي: امریکا به د ترهګرو د ماتې ارمان بېرته له ځان سره...

شنونکي: امریکا به د ترهګرو د ماتې ارمان بېرته له ځان سره یوسي

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۲۵) سیاسي شنونکي وایي، امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه ده رسېدلې.

نیویارک پوسټ د امریکا د یو متقاعد جنرال کارل سټیو له قوله ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راغلې وه خو پرته له دې چې خپل اهداف تر لاسه کړي دا دی اوس له میلیاردونو ډالرو بې ځایه مصرف وروسته خپلې اوږې سپکوي او له افغانستان د وتلو په حال کې ده.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا هدف له صحنې د طالبانو او القاعده ډلې محوه کېدل وو خو اوس خپله طالبانو سره مرسته کوي څو یاده ډله صحنې ته راولي.

په ورته وخت کې یو بل افغان کارپوه له سینهوا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، امریکا تر کلونو بې ځایه جګړو او میلیاردونو ډالرو لګښت وروسته نه یوازې د القاعده ډلې په ماتې ونه توانېده بلکې د دوی په حضور کې داعش ډلې هم خپلې ریښې وغځولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب