په اصل کې دا متل فارسي دی، خو پښتو ژباړه یې داسې ده چې له دیګ نه یې څمڅۍ ګرمه ده، دا متل به مو ډير اوریدلی وي، خو اوس د جګړې او سولې د روانې پروسې په دې حساس پړاو کې په پستو څوکیو ناستو مضره مبصرینو او شر خوښو فیسبوکیانو ته ډیر متوجه او په همدوی ښه صدق کوي.
تاسو به په دې څو وروستیو ورځو کې لیدلي وي، چې د ښکیلو خواوو په سنګرونو کې د ناستو سرتیرو په پرتله فیسبوکي او ښارمیشتي جګړه ماران ډير ګرم و/ دي.
څوک لګیا دي د طالب ننګه کوي، دولت پلوي ګواښي او په بیلابیلو نومونو یې ترټي او د راتلونکې محاکمې اخطارونه ورته ورکوي او څوک بیا د حکومت او نظام په پلوي مقابل لوري ته بد رد وايي، پیغورونه ورته ورکوي او د تیر په څیر د چا او د چا د غلامۍ پیغورونه ورته ورکوي.
حال دا چې په دغسې حساس وخت کې دا ډول فیسبوکي غوغا او مضرو تبصرو ته هیڅ اړتیا نشته، ځکه چې نه د طالب پلوو خبرو او تبصرو ته د طالبانو مذاکراتي ټیم او رهبري غوږ نیسي او نه هم حکومت پلوو ته د حکومت مذاکراتي ټیم او تصمیم نیوونکي غوږ نیسي او نه دا موضوع دومره وړه ده چې هر فیسبوکي پوست دې پرې اغیز وکړي او لوری دې ورته بدل کړي.
دلته یوې بلې جالبې او حیرانوونکي ټکي ته هم د سړي پام اوړي، هغه دا چې د نظام او حکومت پلویان خو ځه خیر، که له نظام څخه پلوي کوي او یایې د بقا لپاره هلې ځلې کوي نو دومره پروا نه کوي، ځکه چې هم په همدې نظام کې دي، هم یې مامورین دي او هم ترې دفاع کوي، همداسې د مقابل لوري پلویان هم وبوله چې د طالبانو د حاکمیت په سیمه کې دي، یایې وسله وال دي او یا يې په هماغه ځایونو کې په فکري او عملي توګه ملاتړي دي.
دلته یوه بله ډله هم ده چې تقریبا مذبذبه غوندې مخلوق دی، دا بیا داسې خلک دي، چې ناست د حکومت تر حاکمیت لاندې دي، مامورین هم د حکومت دي، معاش هم له حکومته اخلي او د ژوند ټول امکانات هم ورته د همدې حکومت له خزانې تامینیږي او د همدې حکومت تر چتر لاندې له بهرنیو موسسو ډالري معاشونه اخلي، خو تخریب هم همدې حکومت او نظام پسې کوي، ټوله ورځ یې هم په همدې حکومت او په اصطلاح حاکم نظام پسې اخیستې وي او د وسله والو طالبانو په پرتله همدا خلک د دې نظام ړنګیدو ته ډير خوشاله دي او شیبې یې شماري.
دا نو د افسوس ځای دی، چې د یو چا مالګه وخورې او بیا یې په نمکدان کې م … وکړې، تر دې نو بله حرامنکي نشته.
د پام وړ ټکی دا دی، چې په همدغه ډول خلکو کې ډير یې د امریکایي ځواکونو ډير نږدې همکاران هم پاتې شوي، ځینې یې ترجمانان او ځینې یې د پي ارټي ګانو پخواني مامورین او قراردادیان و.
ډيری یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وخت هغه برجسته مامورین او د ملي شورا وکیلان دي، چې په هغه وخت کې یې له امریکایانو سره افتخاري عکسونه اخیستل، د وزیر اکبر خان او نورو نومیالیو په نوم مډالونه یې خپلو امریکایي دوستانو ته ورکول، خو اوس هماغه خلک لګیا دي نورو ته دغلامۍ پیغورونه ورکوي.
جالبه خو دا ده چې د پخواني ولسمشر او د ملي وحدت حکومت متقاعد جنرال چې آن د قولاردو قوماندان هم تیر شوی دی، د یو کابل میشتي طالب پلوه پوست ته په کمنټ کې د هغه او طالبانو له دریځه ملاتړ کوي او ورته لیکي چې هو! ته رښتیا وايې، دا نظام غیر شرعي دی، بلکل همداسې ده، باید شرعي نظام راشي.
موږ دا نه وایو چې ددوی خبره سمه ده یا ناسمه خو خبره دا ده چې یو انسان ولې دومره ابن الوقت شي، چې هر لوری قوي شي هماغه خواته میلان پیدا کړي؟
دا خو لا څه؛ ډير متقاعد څارنوالان مې ولیدل چې هم د همدې نظام دتقاعد پیسې اخلي او کلونه کلونه یې په همدې نظام کې د څارنوالیو د رئیسانو په توګه کار کړی او د خپلې دندې په دوران کې یې په طالب بندیانو دوسیې ترتیب کړې او قیدونه یې پرې باسلي، خو اوس لګیا دي په یو ډول نه یو ډول د هماغه طالبانو په پلوي توب تبلیغات کوي، چې د امریکایانو د خوشالولو او یا د خپل موقف د ساتلو په خاطر یې پرې د کلونو کلونو قید غوښتې کړې وې او ورسره هغه ځوانانو ته چې د نظام په ملاتړ پوستونه کوي، په غیر مستقیم ډول د سیکولر، ملحد، غلام، پردي پال او غرب ځپلو پیغورونه ورکوي.
د دې تر څنګ په بهرنیو هیوادونو کې ځینې میشت محصلین، په ځانګړې توګه په مصر او پاکستان کې هغه محصلین چې د همدې نظام په وړیا بورسیو تللي او کال په کال د لوړو زده کړو وزارت څخه د خپلې خرڅې پیسې هم اخلي، خو پلويتوب بیا د طالب کوي او د همدې نظام تخریب او بدنامولو ته یې کارو ویلی دی.
دا نو بې انصافي ده، دا نو لومړی د خپل وجدان او بیا د خپلو تیرو کاري تجربو سره جفا ده، دانو په ځان او په خپل فکر ملنډې وهل دي، دا نو د خپل فکر او فکر تر منځ د واټن ښکاره ثبوت او د دوه مخیتوب اظهار دی.
که طالبان او یا په سنګرونو کې ناست د حکومت پلویان دا خبره کوي خو زه یوه خبره، حق یې هم دی، ځکه چې په عملي توګه د خپلو ارمانونو د تحقق لپاره مبارزه کوي، نو دغسې خلک په کوم منطق نظام تخریبوي؟ عجیبه نه ده؟ چې هم ترې وخوره او هم یې په نمک دان کې …وکه؟
دغسې خلک تل په نورو د سولې د سبوتاژ تورونه لګوي، خو په حقیقت کې همداسې خلک د ولسونو ترمنځ نفرتونه ښیندي او کوښښ کوي چې په یو ډول نه یو ډول د خلکو احساسات وپاروي، دا چې د دوی دغه عمل اګانه دی او که نااګاهانه، دا نو بیل بحث او د هر یو سره بیل بیل دیالوګ غواړي.
خو په حقیقت کې په دغسې حساس پړاو کې باید موږ ډير متوجه ووسو چې که د سولې په روانه پروسه کې مثبت نه شو تمامیدلی نو منفي دې هم تمام نشو، که مو چاته خیر نه رسیږي نو زیان هم چاته وانه ړوو.
یوه هیله!
هغه دا چې زموږ تیر ټولو ته معلوم دی، که د هر چا او یا هرې ډلې ټپلې تیر تاریخ د عدالت په ترازو کې وتلل شي نو له شک پرته به یې د ناسمو اعمالو تله درنه وي، دلته هیڅوک پاک نه دي، هیچا په دې ولس رحم نه دی کړی، نو لازمه ده چې د امیدونو په دې نازکو شیبو کې هر لوی او د هر لوري پلویان له افراط څخه ډډه وکړي او د سولې د راوستو لپاره کار وکړي.
موږ ټول نظامونه لیدلي، د ټولو خوندونه مو هم لیدلي، نه شاهي نظامونه و چلیدل، نه راستي متمرکز نظامونه او نه هم د چپې ایډیالوژۍ متمرکز نظامونه، ټولو په دې هیواد کې خپله ازموینه ورکړې ده، بیا یې ازمویل خطا دي.
دا وطن د میشتو ورونو قومونو ګډ کور دی، دلته باید هر اوسیدونکی د مالکیت احساس وکړي، ددغه احساس د ټینکښت او پیدایښت لپاره د داسې یو نظام جوړل په کار دي، چې ټول خلک په کې خپل ځان وویني، د یویشتمې پیړۍ له تقاضاو سره برابر وي، د کاونډیانو، سیمې او نړۍ ټول حساسیتونه په کې په نظر کې ونیول شي.