سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامارات: فلسطین باید د شته ستونزو د حل لپاره له اسراییل سره...

امارات: فلسطین باید د شته ستونزو د حل لپاره له اسراییل سره د خبرو مېز ته کیني

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: امارات وايي له اسراییل سره یې اړیکې د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه دي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر له اسراییل سره خپلې اړیکې د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده او ویلي یې هغه قوتونه چې سیمه د خپلو ګټو لپاره ناامنه کوي ژر به له ماتې سره مخامخ شي.

نوموړی وايي دغه قوتونه چې داسې کړنې تر سره کوي د خپلو کړنو پور به پرې کړي.

هغه ویلي فلسطین هم باید له فرصت څخه په استفادې له اسراییل سره د مذاکراتو مېز ته کیني او شته ستونزو ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېږدي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید زیاته کړې اسراییل له اماراتو سره تر هوکړې وروسته د فلسطیني خاورې د درېیمې برخې اشغال طرحې پلې کېدل درولي دي.

اسراییل بیا تر اوسه په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب