سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا: طالبانو ته د روسیې له لوري د انعام ورکولو په هکله...

امریکا: طالبانو ته د روسیې له لوري د انعام ورکولو په هکله هېڅ اسناد نشته

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: امریکا وايي هېڅ داسې شواهد او مدارک نشته چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړي دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مککینزي وایي، تر اوسه دوی داسې قانع کوونکي اسناد نه دي موندلي چې وښيي روسیې افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر طالبانو ته پيسې ورکړي او د امریکايي عسکرو د وژلو حکم یې کړی وي.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، افغانستان کې د ټولو امریکايي نظامیانو د وژنې دوسیې څېړل شوي خو تر اوسه یې د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو په هکله څه دي موندلي.

جنرال مککنزي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د روان کال په جون میاشت کې نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې په حواله راپور ورکړی و چې روسیې په افغانستان کې طالبانو د امریکايي اتباعو د وژلو پر سر پیسې ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب