سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد خوست اوسېدونکي یوه بله طریقه له انټرنېټه کار اخلي

د خوست اوسېدونکي یوه بله طریقه له انټرنېټه کار اخلي

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۲۵) د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اوسېدونکي له مودې راهیسې له مخابراتي شبکو او انټرنېټه له یوې بلې لارې کار اخلي.

دوی د خپلو کورونو د بامونو پرسر د لرګینو لکړو یا ډانګونو په واسطه انتونونه نصبوي، څو پرې سیګنال پیدا او د وای فای له لارې انټرنېټ ته لاسرسی ولري.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی معروف شاه وایي، له انټرنیټ سره د وصل لپاره هره ورځ د بامونو پرسر لکړې یا ډانګې دروي او بیا ترې د وای فای په واسطه له خپلو بهر مېشتو مسافرو او د کورنۍ له نورو غړو سره پر ټاکلي وخت د انټرنېټ له لارې اړیکه نیسي.

په ورته وخت د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ رییس محمدعارف احمدزی هم ستونزه مني، خو وایي په یاده سیمه کې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د سلام مخابراتي شبکه په بمونو الوځولې؛ نو ځکه هلته په دې برخه کې ستونزه شته.

دی دا هم وایي چې موضوع یې له مرکز سره شریکه کړې او بیرته به یاده سیمه تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

د خوست په شمول په ډېری ولایتونو کې خلک د مخابراتي شبکو له خدمتونو راضي نه دي.

د خلکو په خبره د مخابراتي شبکو له یوې خوا انټرنیټي او غږیزې بکسي قیمته دي او بل لوری یې خدمات کمزوري دي.

1 COMMENT

  1. وسله وال دې الله تباه کړي چې هر چېرې او هر ډول ستونزې دوی جوړوي.

    یوه ورځ مو وا نه اورېدل چې طالبانو دغه سهولت رامنځ ته کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب