Homeخبرونهننګرهار: کوچیانو د لبنیاتو نندارتون پرانیست

ننګرهار: کوچیانو د لبنیاتو نندارتون پرانیست

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۲۵) په ننګرهار ولایت کې د لبنیاتو د لا ښه بازار لپاره نن د کوچیانو لپاره نندارتون پرانیستل شو.

د یاد نندارتون یوه مسوله زبیده پوپل وایي، هدف یې له دې نندارتون څخه خلکو ته د کوچیاني ژوند او د څارویو د ترلاسه شویو محصولاتو ښودل دي.

هغه وایي، په دغه نندارتون کې کوچ، پنیر، شړومبې او ګڼ نور محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو

نوموړې د دا ډول نندارتونو جوړېدل ګتور بولي او وایي، هڅې یې پيل کړې چې د کرنې او مالدارۍ ریاست په مرسته د دا شان نندرتونو لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته وغځوي.

د یاد نندارتون یوه ګډونواله فیضه بیا له حکومت غوښتنه کوي، چې د کوچیانو د لبنیاتو لپاره دې د مناسب بازار په لته کې شي.

په همدې حال کې ننګرهار کې د کوچینانو مشر نیک محمد د کوچیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي او وایي، که حکومت د کوچیانو د څارویو لپاره د مناسبو څړ ځایونو جوړېدو په لټه کې نشي، نو اندښنه شته چې د وخت په تېرېدو به د دوی د ژوند پر وړاندې ګواښونه لا ډېر شي.

نوموړي ویلې، چې د کوچیانو اوس مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې زرګونه جریبه ځمکې غصب شوي او هم یې دڅارویو څړځایونه ورځ تر بلې مخ په کمیدو، چې له امله یې د دوی مالداري هم کم رنګه شوې ده.

دوی ټینګار کوي که حکومت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي نو تر ډیره به یې د څارویو حاصلات د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې هم مهم رول ولري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...