جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیه د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شویو کورنیو سره...

اروپايي اتحادیه د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شویو کورنیو سره مرسته کوي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمو شویو کورنیو سره مرسته کوي.

د اروپا اتحاديې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شویو سره به ۱۵۰ زره یورو چې ۱۳.۷ میلیونه افغانۍ کېږي مرسته وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه مرستې په پروان، کاپیسا، میدان وردک، پکتیکا او پنجشېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۳۵ زره زیانمن شویو کورنیو ته ویشل کېږي.

ټاکل شوې دا مرستې د سرې میاشتې خیریه بنسټ له لارې د بېړنیو مرستو په چوکاټ کې زیانمن شویو کورنیو ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو راوتو له امله څه کم ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلګونه نور بې ځایه شوي دي چې اوس هم مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب