جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپامپیو: په افغانستان کې د القاعده د غړیو شمېر تر ۲۰۰ لږ...

پامپیو: په افغانستان کې د القاعده د غړیو شمېر تر ۲۰۰ لږ دی

تاند (سې شنبه، د سنیبې ۲۵) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن وویل، اوس په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړیو شمېر تر ۲۰۰ لږ دی.

تر دې څو میاشتې پخوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما د ملګروملتو امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د القاعده شبکې شاوخوا ۶۰۰ غړي مېشت دي.

همداراز د اسد په ۴ (جولای ۲۵) د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکو په یوه راپور کې وویل چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه کار کوي او د دې شبکې مشر هم  په افغانستان دی.

د راپور د یوې برخې په اساس، ایمن الظواهري په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر دی او د دې شبکې د جنګیالیو شمېر له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ تنو پورې رسیږي.

په راپور کې همداراز راغلي چې د القاعدې مشرتابه له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې او د همدې کال په فبرورۍ کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري او یحیی حقاني له یو بل سره ملاقات کړی و.

خو پامپیو په واشنګټن کې اتلانتیک شورا (تحقیقاتي انستیتیوت) ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د القاعده د غړیو شمېر ۲۰۰ ته نه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب