جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې خبرې؛ د تماس ډلو د ناستو د طرزالعمل په اکثره...

د سولې خبرې؛ د تماس ډلو د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق کړی

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د مرکچي پلاوو تر منځ نن مازدیګر عمومي ناسته وشوه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک په خپل ټویټر لیکلي، نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې د حکومت او طالبانو د مرکچي ټیمونو تر منځ عمومي ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه چې د تماس ګروپونه هر کله د ناستو د طرز العمل او مهالوېش په اړه پاتې کارونه نهايي کړي، تر هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناستې ترسره کیږي.

ښاغلي وردک دغه راز زیاته کړې دواړو خواوو د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق کړی دی او کمه برخه یې پاتې ده .

د نوموړي په وینا په دغه ناسته کې ددواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول او دواړو خواوو په راتلونکو ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري هم د نننۍ ناستې په هکله ورته څرګندونې کړي او ویلي یې چې د تماس ډلو د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی دی.

د راپورونو له مخې سلام رحيمي د حکومت له خوا او نعيم وردګ د طالبانو له لوري د تماس ډلې مشران اعلان شوي دي.

د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې له څو ورځو راپدېخوا پیل شوي او په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي په هکله بحثونه کوي.

دغه ناسته په دوحه کې د شرق هوټل کې د مذاکراتو لپاره په ځانګړي شوي تالار کې تر سره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب