جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې...

خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۵) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په نوي دیلي کې د هند له باندنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر، د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هرش شرینګلا سره وکتل.

خلیلزاد، چې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسه له خبرو وروسته هند ته تللی، له هندي چارواکو سره په دې وږغېد چې هند او امریکا په قطر کې د افغانستان د سولې د پیل شوې پروسې پر راتلونکې په څه ډول په ګډه کار کولی شي.

هند ته د خلیلزاد نننی سفر د ۲۰۱۹ م کال له جنورۍ را په دې خوا دې هیواد ته د نوموړي پنځم سفر دی.

ده پرون په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو د کمولو او د سولې د روانې پروسې د بریالیتوب لپاره د پاکستان پر رول خبرې وکړې.

خلیلزاد او نور امریکايي چارواکي په دې خبره اعتراف کوي چې د پاکستان له مرستې پرته د افغانستان د سولې بهیر تر دې ځایه نه شوای پرمخ تللی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد د سپټمبر په دوولسمه په دوحه کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د هند ګډون وستایه. د قطر په پرانستونکې غونډه کې هند د بهرنیو چارو وزیر په کچه ګډون کړی و.

خلیلزاد وویل:

«دواړو خواوو پر راتلونکو ګامونو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د هند او امریکا ترمنځ د همکارۍ پر امکاناتو خبرې وکړې.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، دا خبرې د سیمه ییزو، نړیوالو او دوه اړخیزو مسلو په اړه د دوو هیوادونو د نژدې سلامشورو لپاره د هند او امریکا د ستراتیژیک مشارکت ښکارندويي کوي.

ښاغلي خلیلزاد څو ورځې مخکې ویلي و چې د سیمې یو شمېر هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره همکار او ورته خوشبین نه‌دي او غواړي چې امریکا په جګړه کې ښکېله وساتي او په دغه هېواد کې سیمه‌ییزو سیالیو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب