جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو لومړنۍ غونډه وکړه

د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو لومړنۍ غونډه وکړه

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۵) د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچیانو نن په دوحه کې لومړنۍ مخامخ غونډه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د دواړو خواوو ویندویانو وکړه.

د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي ویندوی نادر نادري او د طالبانو ویندوی محمدنعیم پر خپلو ټویټرپاڼو لیکلي:«د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو د ټولو غړیو په ګډون غونډه نن مازدیګر څلورنیمې بجې جوړه شوه.»

دوی دغه راز لیکلي«د مرکچي پلاوو مشرانو په داسې حال کې چې موږ په دې لاره کې وړاندې ځو، د صبر او زغم غوښتنه وکړه.»

تر دې وړاندې په تېرو درو ورځو کې د دواړو خواوو د تماس ډلو د رسمي خبرو د اجنډا او طرزالعمل په اړه خبرې وکړې.

د دواړو خواوو د بیان پر اساس اوس اجنډا او طرزالعمل نهايي شوی خو په دې اړه دواړو خواوو جزییات نه دي څرګند کړي.

د افغانستان حکومت له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي.

نادر نادري وايي، د سولې په اړه موافقه پېچلې ده خو ناممکنه نه ده.

نادري پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د نن سهار په غونډه کې د افغانستان د دولت او طالبانو استازو د تماس ډلې د تېرې شپې د کار او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې.

«د سولې ټینګښت پیچلی خو شونی دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي سهارنۍ جلسه. د تماس ډلو د تېرې شپې پر کار او راتلونکو اقداماتو بحث روان ده».

2 COMMENTS

  1. افغانستان زمونږ ګډ کور دی .
    زمونږ دا ښکلی کور له تېرو څلوېښتو کلونو او خصوصا له تېرو 19 کلونو را پدې خوا د اور په لمبو کې سوځي . زمونږ غوښتنه د سولې مذاکراتي خواوو نه داده چې تر ټولو مخکې دا اورمړ کړئ . اوربند اعلان کړئ . هغوی ته چې لا ژوندي دي نجات ورکړي . له هغه وروسته د راتلونکي نوي لوی او ګډ کور جوړولو لپاره په ډېره مینه او صداقت سره پلان جوړ کړئ . داسې کور جوړ کړئ چې هرچاته پکې یوه خونه او د اوسېدو ځای وي ، هېڅوک بې کوره پاته نه شي . ټول افغانان د سولې ، وروري ، خوشحالي او د صمیمیت فضا کې ژوند پکې وکړي .
    د افغانستان په تاریخ کې به ستاسو نومونه په زرینو کرښو ولیکل شي او ټول څلوېښت میلیونه افغانان به ستاسو استقبال ته راووځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب