Homeخبرونهاسرائیلو، اماراتو او بحرین د سولې هوکړه لاسلیک کړه

اسرائیلو، اماراتو او بحرین د سولې هوکړه لاسلیک کړه

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د اسراییلو او دوو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هوکړه په رسمي توګه په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د متحده عربي اماراتو او بحرین استازو له نتنیاهو او ولسمشر ټرمپ سره د اړیکو د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده.

دغه هوکړه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پر وړاندې لاسلیک شوه او ټرمپ د خپلې وینا پرمهال دا یوه ستره لاس ته راوړنه بللې ده.

ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل د اسرائیلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره پراخې هڅې شوې وې خو په خبره یې اوس دوی بریالي شول، چې دغې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته مهال د اماراتو چارواکو هم ویلي، چې دا هوکړه به په سیمه کې د ثبات او امنیت سبب شي او هېچا ته به زیان و نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...