جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ څرګند کړ

ایران د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ څرګند کړ

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د ایران حکومت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ څرګند کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې ټلیفوني مکالمه کې د سولې په خبرو کې د یو دایمي اوربند په رامنځته کېدو، په افغان سوله کې د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت، او په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، حنیف اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست‌غونډه کې د ایران په استازیتوب چا برخه نه وه اخیستې او لامل یې هم له امریکا سره د دغه هیواد اختلافات ښودل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب