جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسیا پراختیايي بانک: ممکن د افغانستان اقتصاد منفي پنځه سلنې ته...

د اسیا پراختیايي بانک: ممکن د افغانستان اقتصاد منفي پنځه سلنې ته ښکته شي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۲۵مه: د اسیا پراختیایي بانک وایي افغانستان کې د بیکارۍ کچې، د کورونا ویروس او امنیتي او سیاسي مسایلو د حکومت پر عوایدو منفي اغیز کړی دی.

د اسیا پراختیایي بانک په یوه تازه راپور کې ویلي، ښايي په روان میلادي کال کې د افغانستان اقتصاد د کرونا ویروس او نورو امنیتي او سیاسي ننګونو له امله منفي پنځه سلنې ته راټیټ شي.

په راپور کې راغلي دغه لاملونه هغه څه دي چې د افغانستان په اقتصاد منفي اثر کولی شي او داخلي ناخالص تولیدات به یې منفي پنځه سلنې ته ورسوي.

بلخوا په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک مسؤل ویلي، که د سولې روانې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي؛ نو راتلونکي میلادي کال کې به پر اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.

د هغه په خبره د کورونا ویروس سره سره د سوداګریزو لارو بندیدلو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغیزه کړې ده.

د نوموړي په وینا په افغانستان کې د بېکارۍ کچه زیاته شوې چې دې مسئلې هم د حکومت پر عوایدو منفي اثر کړی دی.

افغانان هیله لري چې د سولې روانې خبرې به یوې مثبتې پایلې ته رسېږي او دوی به د شته ناخوالو څځه خلاصون مومي.

1 COMMENT

  1. کابل ډیر زیات بی امنه شوی دی لوی لوی سوداګر د یو معملولی موبایل شهیدان کړی شوه او د اختطافګرو بانډونو د وجی یو سرمیګزار نه غواړی چه افغانستان کی سرمایګزاری وکړی که چا کړی هم وي هغوی اوس پدی تکل کی دی چه په کومه طریقه له افغانستانه ووځی د یو راپور په اساس له افغانستانه دری لکه افغانانو صرف په ترکیه کی کورونه اخستی دی نو دوبی او یا مینځنی اشیاء کی به څومرو کاربار جوړ کړی وی بس اففانستانه لوی الله دی مل شه او دا بی شرفه فاسد او ډارن په چوکیو ناست خود ساخته مشران ښه په مزو کی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب