Homeخبرونهکندهار کې یوه چورلکه نسکوره شوې او څو نورو سېلاب ځپلي ژغورلي

کندهار کې یوه چورلکه نسکوره شوې او څو نورو سېلاب ځپلي ژغورلي

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) طالبان وايي، چې د کندهار په یو شمېر سیمو کې یې د طبيعي پېښو له کبله زيانمن شوي او په سېلابونو کې ايسار لسګونه کسان ژغورلي.

طالب وياندويانو په دې اړه د ځینو ويډیو ګانو له خپرولو سره لیکلي، چې دغو چورلکو په تېرو شلو کلونو کې افغانان وژل، خو اوس دوی ترې د خلکو د ژغورلو لپاره ګټه اخلي.

د پکتیا پخواني والي محمد حليم فدايي بيا دغه تور ته په غبرګون کې ويلي، چې افغان جمهوري ځواکونو له چورلکو څخه نه يوازې د سېلابونو او طبیعي آفتونو بلکې انساني آفتونو لکه طالبانو او نورو جنګي ډلو څخه هم خلک ژغورل.

د یوه بل خبر له مخې: پرون په کندهار کې د افغانستان د جمهوري نظام د اردو یوه اړونده چورلکه نسکوره شوې ده.

طالبان، چې اوس دغه چورلکې او نور پوځي تجهيزات یې په ولکه کي دي، د چورلکې د سقوط دلیل تخنيکي ستونزه ګڼي او وايي چاته یې پکې زیان نه دی اوښتی.

راپورونه وايي، چې دغه چورلکه MD530 ماډل وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...