Homeخبرونهکابل کې د اختطافګرو ۷ کسيز بانډ نیول شوی

کابل کې د اختطافګرو ۷ کسيز بانډ نیول شوی

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې د انسان تښوونکو یوه ۷ کسیزه ډله نیولې ده.

د‌ وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغه اختطافګر د کابل ښار په پینځلسمه حوزه کې نیول شوي دي.

سرچينې ويلي، چې نیول شویو کسانو په لومړنيو څېړنو کې خپل جرمونه منلي دي.

طالبانو د نیول شویو دغو کسانو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

په وروستيو کې په کابل کې د انسان تښوونکو د زیاتیدو او دغو کسانو د نیول کیدو خبرونه زیات شوي.

طالبان د هېواد د بشپړ امنيت د تامينولو ادعا لري، خو کتونکي وايي چې د دوی د واکمنۍ له پیل او د اقتصادي او بشري ناورين له شدت سره د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...