دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+یوه اسماني ډیره وچاودېده

یوه اسماني ډیره وچاودېده

 تاند(سې شنبه، د جدې ۱۴مه) د امریکا د پینسلوانیا ایالت د پیټسبرګ ښار اوسېدونکو د جنورۍ په لومړۍ د ورځې په ۱۱ بحې او ۲۰ دقیقې د یوې چاودنې ږغ واورېد چې د یوې اسماني ډبرې و.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د فضايي تحقیقاتو ملي ادارې، ناسا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شنبې د ورځې د چاودانې شدت د ۳۰ ټنه ټي این ټي برابر و.

دا اداره همداراز اټکل کوي چې چاودېدلې اسماني ډبرې، چې د مځکې د اتومسفیر لور ته په ساعت کې په ۴۵ زره مایله سرعت روانه وه، ۳ فوټه قطر درلود.

د پیتسبرګ ځینو ښاریانو د چاودنې په مهال احساس کړه چې کورونه یې لړزېږي. د دغه ښار د اوبو او هوا ملي ادارې ویلي چې په اسمان کې یې د برېښنا غوندي رڼا لیدلې او دا رڼا سپوږمکیو هم ثبت کړې ده.

دې ادارې په یوه پوسټ کې، چې په فیسبوک کې یې خپور کړی، لیکلي:«داسې نه ښکارېده چې دا رڼا دې برېښنا وي.»

د ښار ځینو اوسېدونکو د چاودنې د ږغ له اورېدو وروسته د عاجلو خدماتو ادارې ته ټېلفون کړی دی.

ناسا ویلي. که په هماغه ورځ اسمان ورېځو نه وای پوښلی، د اسماني ډبرې د چاودنې له کبله د اور لمبې به خلکو لا ډېرې او رڼې لیدلې وای.

1 COMMENT

  1. الله ج د خپلو موجوداتو لپاره د ځمکی کره پاسنی برخه د اتموسفیر پواسطه پوښلی ده، چه دغه برخه نه پریږدی د لمر زهرجنی بڅرکی، آسمانی ډبری یا شهاب ثاقب او نور خطرناکه شیان ځمکی ته راپریږدی، کله چه د فظآ څخه اسمانی ډبره د خپل مدار یا خط څخه راخطا شی نو د اتموسفیر په برخه کی سوځی او په ایرو بدلیږی.

    د تاند د دغه خبر په تایید هغه معلومات چه د ساینسدانانو لخوا ورکړی شوی وه، که دغه اوسنی ډبره چه وزن یی تقریبآ نیم ټن یا 454 کیلو ګرامه وه او ځمونږ کری ته راغلی وای شاید ډیره غټه فاجعه یی راوستلی وای. د دغه ډبری د چاودنې شدت د ۳۰ ټنه ټي این ټي برابر وه. چه د چاودنی رڼا یا بریښنا یی د پنځلسمی شپی د سپوږمی د رڼا په مقایسه سل برابره وه، خوشبختانه چه د ډبری سرعت د اتموسفیر په برخه کی په یو ساعت کی 72420 کیلومیتره وه، کله چه د ډبری سرعت د 80000 څخه زیات وی نو د اتموسفیر په لمړی برخه کی سوځی او په ایره بدلیږی، چه په دغه حالت کی فقط مونږ په سترګو خط لرونکی رڼا وینو خو اواز، د کورونو لړزه او نور حالت نه شو محسوس کولای. مګر کله چه سرعت د دغه څخه ښکته وی نو د اتموسفیر په دوهمه او یا اخرنی برخه کی چاودنه کوی چه انسانان کولای شی دورځی لخوا یی بریښنایی څرکه، د چاودنی اواز، د کورونو لړزه او نور حالات وګوری.
    ځمونږ او ستاسو توکل په الله ج دی، الله ج پیداکړی یاستو او هغه لوی ذات به مو ساتی.
    وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب