دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد نوي اردو د جوړولو هڅې، يوازې يو مخکينی قومندان ورسره ملګری...

د نوي اردو د جوړولو هڅې، يوازې يو مخکينی قومندان ورسره ملګری شوی

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش او د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکيمي وايي، چې تر اوسه د جمهوري نظام د ملي اردو يوازې يو قوماندان د دوی له جوړیدونکې اردو سره ملګری شوی او په جوړولو کې مرسته ورسره کوي.

نوموړي په يوه مرکه کې ويلي، چې دغه قوماندان د دفاع وزارت د حمايوي لېوا مشر و.

هغه نه ده روښانه کړې، چې د جمهوري نظام د ملي اردو دغه قوماندان په خپله پخوانۍ دنده برحاله دی او که بله دنده ورکړل شوې ده.

د مفتي حکيمي په خبره، چې نور ډېر مخکیني پوځي چارواکي له دې وېرې چې د غلطو اعمالو حساب به ورسره وشي، خپلو دندو نه دي ستانه شوي.

مخکې يو شمېر نورو طالب چارواکو ويلي، چې د دوی د اردو لويه برخه به خپله له طالبانو څخه جوړه وي.

څه موده وړاندې د جمهوري نظام يو شمېر منسوبینو ويلي وو، چې طالبانو دندو ته وغوښتل او له څو مياشتيني کار وروسته يې له معاش ورکولو پرته ګوښه او کورونو ته واستول.

طالبان په دې هم تورن شوي، چې دندو ته ور غوښتي امنيتي او دفاعي منسوبینو نه يې يو شمېر کسان وژلي او تري تم کړي دي.

دوی دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټوله کې یې په داسې وژنو کې لاس لرل ردکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب