دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکمتيار د هدفي وژنو په زياتوالي او عاملینو په نه معلومیدو...

حکمتيار د هدفي وژنو په زياتوالي او عاملینو په نه معلومیدو نیوکه وکړه

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې پر مشهور ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد د چاودنې د غندنې ترڅنګ له طالبانو غواړي، چې د دې او نورو وژنو عاملين معلوم او په علني ډول مجازات کړي.

هغه په یوه تازه وينا کې د مولوي عبدالسلام عابد پر موټر له چاودنې څو ساعته مخکې د نوموړي هغې رسنیز شوې ویډیو ته اشاره کړې، چې د عبدالرحمن جومات له امامت څخه پکې مخه ښه کوي.

سلام عابد وايي، چې د طالبانو د اسلامي امارت له لوري په دغه جومات کې د خطيب په توګه د دندې له دوام څخه منع شوی، ځکه ويناوې یې د چارواکو نه خوښيږي.

ګلبدين حکمتيار پر سلام عابد چاودنه د همغو خلکو کار ګڼي، چې په خبره یې له عبدالرحمن جومات څخه یې د نوموړي عزل او پر ځای يې د ځان د ګومارلو تمه لرله.

د‌ حزب اسلامي مشر د چا له مشخصولو پرته وايي، چې د داسې هدفي وژنو تر شا یوه خاصه کړۍ له ۴ لسيزو راهیسې فعاله ده.

دی د هدفي وژنو پر دوام له نیوکې سره وایي، چې هره ورځ داسې وژنې کیږي، خو عاملين یې پټ پاتې کیږي.

هغه له طالب چارواکو غواړي، چې په دې اړه جدي تدابیر ونیسي او قاتلین نور په سزا ورسوي.

طالبانو د حکمتيار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. کله کله به د چترال په سیند کی یو کس یا دوه کسه افغانان مړی اوبو راوړل خو د هغه هدفی وژنی کسان هم نه معلومیدل. خو مونږه پوهیدلو چی دا وژنی د حزب اسلامی د اطلاعاتو لخوا کیږی همدای هغه ترورونه چی پیښور کی کیدل. اوس طالبان هم کټ مټ د حزب اسلامی د اطلاعاتو (استخباراتو) په شان عمل کوی. کسان وژل کیږی خو معلومه نده چی څوک یی وژنی. دا شو اسلامی حکومت. ستاسو په میرمن یی در ومنډم.

  2. حکمتيار صېب ښه خبره کړي. دا وژونکي کړۍ بايد علني مجازات شي. که واقعا مسٶله حکومت داري وي. دا خو اسلامي نظام دي وروره دلته بايد هر سوک د ارام او د سکون ژوند ولري. او هغه علما چه سالمي نيوکي لري بايد مننه ترې وشي چه دا دسلفو رواج وو.

  3. تالبانو ته د هر افغان مرګ چی د ای ایس ای روزل شوی نه وی او د تالب د تور مغل لښکری نه وی وژل حلال او فرض عین دی

    داسی وژنی دوۍ پخوا هم ترسره کړی او دډیرو وژنو پړه يی هم په خپله غاړه په ډیر
    ویاړ اخستلی

    اوسنۍ مرموزی او پټی وژنی یوازی او یوازی تالبان پرته له هیڅ ویری او هیڅ ډول عکس العمل ترسره کوی تر څو افغان ولس د وحشت د سیوری لاندی وساتی او ددوۍ د ناروا کړنو په مقابل کی هیڅوک د خبری کولو جرات ونه لری
    دایوه وحشی ډله ده چی هدف يی د افغانانو وینی تویول او افغانستان نه یو شل شوټ یاغیستان جوړول دی چی تل لپاره د پاکستان لاسپوڅی واوسی

    تالبان د ای ایس ای پروژه ده چی د اسلام د سپیڅلی نوم او سمبولو نو لاندی پردی مزدوران دی او هر قدم د افغانستان د بربادۍ او د خپل بادار د ارمانو پوره کولو لپاره چی افغانستان د نړۍ په کچه بی سیاله، خوار او ذلیله کړی پورته کوی

    که د تالب هره کړنه او قدم له نږدی و څیړو نو وبه وینو چی دا ډله د پښتون ولۍ ، د پښتنو او افغانانو د لوړو ارزښتونو سره کلکه دښمنی لری
    دوۍ د اسلام او پښتون ولۍ او د افغان د ننګ او غیرت په سپینه جامه یو تور داغ دی

    د حکمت یار خبری په ځای دی خو حکمت یار هم د تالب نه بدتر او په زرګونو بی ګناه افغانانو د وینی تویولو قاتل دی

    حکمت یار هم لکه د تالب په څیر د ای ایس ای یو وفادار مزدور دی او دواړه يی د خړ او تور سپی په شکل کی ساتلی دی چی افغانان ورباندی وداړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب