دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد‌ ملي اردو یوه وزګار شوي غړي د اقتصادي ستونزو له کبله...

د‌ ملي اردو یوه وزګار شوي غړي د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) په خوست کې د جمهوري نظام د ملي اردو یوه غړي پرون د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی دی.

دا پېښه د اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې شوې ده.

وژل شوی کس حيات الله نومیږي او ورور یې محمد ګل رسنيو ته د خپل ورور ځان وژنه تایید کړې ده.

د محمد ګل په وينا، ورور يې د سختو اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له کبله پر ځان لاسي بم چاودولی او ځان یې وژلی.

ویل شوي، چې له هغه څخه ۵ زامن او درې لوڼې یتیمان پاتې دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې ۲۴ میلیونه خلک د خوراک څښاک څه نه لري او تر ۱۸ میلیونو پورې خلک وزګار شوي.

د دغه وضعيت له کبله نیږدې هره ورځ د هېواد له يوې سيمې د خلکو د ځان وژنې خبر ورکول کېږي.

د ځایي خبریالانو په خبره، دا ډول پېښې خورا زیاتې دي، خو اکثره یې د ټولنیزو حساسیتونو له کبله نه رسنيزې کیږي.

2 COMMENTS

  1. که دا خبره رښتیا وی او چا شهید کړی نه وی نو دیر بد کار یی کړی ژوند دخدای تحفه ده د هغی ضایع کول حرام دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب