دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+تر ټولو پرمختللی ټیلسکوپ فضا ته واستول شو

تر ټولو پرمختللی ټیلسکوپ فضا ته واستول شو

تاند(یکشنبه، د جدي ۵ مه) د نړۍ تر ټولو پرمختللی ټیلسکوپ پرون (شنبې) د جنوبي امریکا د فرانسې له ګویان سیمې څخه فضا ته ولېږل شو.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو ملي ادارې، ناسا په خپله ویبپاڼه کې اعلان وکړ چې دا ټیلسکوپ د اروپا او کاناډا د فضايي ادارو په همکارۍ په ۹ ملیارد ډالره جوړ شوی او د شنبې په ورځ د اریان ۵ توغندي په وسیله فضا ته وتوغول شو او له یو ملیون مایل مزله وروسته به په خپل مدار کې ځای پر ځای شي.

دغه ټیلسکوپ به خپل مدار ته، چې د مځکې او سپوږمۍ د واټن څلور برابره دی، په دوو اوونیو کې ورسېږي.

دې ټیلسکوپ، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، له توغول کېدو ۳۰ دقیقې وروسته له لمره انرژي واخیسته او د نښو په رالیږلو یې پیل وکړ.

کابو ۳۰ کاله پخوا هابیل ټیلسکوپ فضا ته واستول شو او د مځکې په مدار کې۲۳۰ زره مایله لېرې ځای پر ځای شو. خو دا نوی ټیلسکوپ د هابیل ۱۰۰ برابره حساس دی او تمه کېږي چې د نړۍ د جوړښت او جوړېدو د څرنګوالي نوی تصویر به لاس ته راوړي.

هابیل ساینسپوهانو ته له بیګ بانګه ۴۰۰ ملیونه کاله وروسته وخت تصویر ورکاوه، خو تمه ده چې جیمز ویب به دا واټن له بیګ بانګه تر سل ملیون کاله وروسته وخت ته رالنډ کړي.

تیوري دا ده چې بیګ بانګ ۱۳ ملیارده او ۸۰۰ کاله پخوا پېښ شوی او عالم رامنځته شوی دی.

جیمز ویب ۱۸ شپږ ضلعي هندارې لري، له بریلیم فلزه جوړ شوی او د سرو زرو پوښ ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب