Homeخبرونهمحقق د مقاومت عالي شورا په استازيتوب ايران ته په سفر تللی

محقق د مقاومت عالي شورا په استازيتوب ايران ته په سفر تللی

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه) د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر حاجي محمد محقق نن په يوه سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی او د افغانستان د وضعیت په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي.

محقق ويلي، چې د دې سفر په ترڅ کې يې نن د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي.

محقق ايراني استازي ته د ملي مقاومت د عالي شورا په استازيتوب ويلي، چې دغه شورا د تاوريخوالي طرفداره نه ده او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د هېواد د قضيې حل ته لومړيتوب ورکوي.

د محقق په خبره، په دې لیدنه کې یې له افغانستان څخه د رواني او فزیکي امنيت د نشتوالي او شديد فقر له کبله ايران ته د میلیونونو افغان کډوالو د ورتلو يادونه هم کړې او له ایراني لوري یې له دغو کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کړې ده.

معلومه نه ده، چې محقق به څومره وخت په ایران کې وي او سفر به یې د ټول ګډونه حکومت جوړولو ته د ایران له لارې د طالبانو په هڅولو او مجبورولو کې څه رول ولري؟

هغه دا سفر په داسې مهال کړی، چې طالبانو نن یو هزاره سياسي فعال ډاکټر عبدالطيف نظري د اقتصاد وزارت د مرستيال په توګه ټاکلی.

دا لومړی ځل دی چې د خپلې اوسنۍ واکمنۍ په ترڅ کې طالبان يو هزاره پر داسې مهمې دندی ټاکي.

طالبانو ايران ته د محقق د سفر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ايران په وروستيو کې په مکرره توګه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي.

دا غوښتنه نيږدې ټول سیمه ییز او نور هېوادونه له طالبانو لري او افغانان هم ټينګار ورباندې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...