Homeسیمه - نړۍپاکستان کې پر ښځو جنسي تیری، ۴ کلونو کې ۱۴ زره قربانيانې...

پاکستان کې پر ښځو جنسي تیری، ۴ کلونو کې ۱۴ زره قربانيانې لري

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ تازه ارقام ښيي، چې ‏‏په پاکستان کې له تېرو ۴ کلونو راهيسې ۱۴ زره ښځې د جنسي تېريو قربانيانې دي.

دغه ارقام د پاکستان د بشري حقونو وزارت وړاندې کړي.

سرچينې ويلي، چې له تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو پېښو څخه ډېرې يې د پاکستان په پنجاب ایالت کې ثبت شوي دي.

پاکستان له داسې وضعيت سره بيا هم سخت دریځه مذهبي ډلې لري او دا ډلې د افغانستان په ګډون په مختلفو هېوادونو کې نور سخت دريځه د جهاد په نوم جګړو ته هڅوي.

دا مذهبي ډلې خپله پاکستان کې د داسې غیر اخلاقي وضعيت او په مهارولو کې یې د خپل نظام د پاتې راتلو خلاف غږ نه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...