دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنوی لوی څارنوال: متخصص او پاک نفسه کارکوونکي دې بیرته دندو ته...

نوی لوی څارنوال: متخصص او پاک نفسه کارکوونکي دې بیرته دندو ته راشي

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ ‏الحاج مولوي شاه محمد شاهد، چې نن د طالبانو د لوی څارنوالۍ د سرپرست او مالي او اداري مرستيال په توګه معرفي شو، د لوې څارنوالۍ هغه کارکوونکي دندو ته ور وبلل، چې په وينا يې متخصصين، په کار پوه او پاک نفسه دي.

 مولوي شاه محمد شاهد لویه څارنوالي د طالبانو ځ اسلامي امارت په چوکاټ کې یوه مهمه اداره وبلله او دا اداره يې د تحقیق او په شرعي محکمه کې د دعوا د اقامې تر څنګ د شرعیت او قانون د یوشان پلي کېدلو بنسټیزه مرجع یاده کړه.

هغه شاهد ډاډ ورکړ، چې لویه څارنوالي به د ملت پر وړاندې مسووله او د اسلامي شریعت او قوانینو په اړه یوه بې طرفه اداره وي.

د څارنوالۍ د‌ خبرپاڼې له مخې، نوموړي ژمنه وکړه، چې دا اداره به په خپلواکه توګه اجراات کوي.

مولوي شاه محمد شاهد زیاته کړه: «اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یوشان پلی کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول استثنا نشته.»

د لویې څارنوالۍ سرپرست د دغې ادارې له ټولو پخوانیو متخصصو، کارپوه او پاک نفسه کارکوونکو څخه غواړي، چې دندو ته حاضر او د طالبانو تر چتر لاندې خپل وطن ته د خدمت جوګه شي.

طالب لوی څارنوال نه دي ويلي، چې متخصص، په کار پوه او پاک نفسه کارکوونکي به له برعکسو نورو څخه دوی او که کارکوونکي خپله خپلو کې سره تشخيصوي.

د يادونې وړ ده، چې نوموړی خپله هم د څارنوالۍ د برخې متخصص نه دی.

1 COMMENT

  1. د دې خبر په لوستلو سره سړی حیران شي.
    د تخصص لپاره به یو کس خپل د تعلیم او تحصیل اسناد چارواکو ته وړاندې کړي، خو د پاک نفسۍ لپاره به څه؟ فکر کېږي، چې دا هم لکه د نورو بهانو په شان یوه بهانه ده، چې څوک په کار پوهېږي هغه باید د همدې چارواکو په خوښه خپلې دندې هغو کسانو ته پرېږدي، چې چارواکي یې پاک نفسه بولي او یا هم د دوی خپل کسان وي.
    هر چارواکی یې په خپله سلیقه کارونه مخ ته وړي او مخ ته روان دی. د لوړو زده کړو پر وړاندې د مبارزې وزير سرپېچلی لا په پاکستان کې په مدرسو ګرځي او ادا احترام کوي. دا وړۍ خدایزده چې شړۍ شوې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب