شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهط په لومړي ځل یو هزاره د مرستیال وزیر په توګه وټاکه

ط په لومړي ځل یو هزاره د مرستیال وزیر په توګه وټاکه

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ ‏د طالبانو حکومت نن اعلان وکړ، چې د عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په فرمان يې د‌ هزاره قوم اړوند يو مسلکي کس د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستيال په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ليکلي: ډاکټر نظري دهزاره وروڼو څخه ده او په اقتصاد کې ښه وړتیا لري.

ډاکټر لطيف نظري د غرجستان په نوم د يوه خصوصي پوهنتون د موسسې ډلې مشر و.

هغه د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د احمد شاه مسعود د ورور او ولسمشريز نوماند احمد ولي مسعود په مشرۍ د ملي وفاق ټاکنیز ټیم مرستیال هم و.

سره له دې، چې طالبانو هغه په اقتصادي برخه کې د ښې وړتیا څښتن ګڼلی، خو هغه د نړیوالو اړیکو په برخه کې لوړې زده کړې لري.

د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پر مهال دا لومړی ځل دی، چې له هزاره قوم څخه یو کس د وزارت د مرستيال په توګه ټاکل کیږي.

پر طالبانو نيوکه ده، چې نه يوازې جنسيتي او قومي بلکې سمتي، مذهبي او مسلکي توازن یې په کابینه او نورو مهمو ګومارنو کې نه دی مراعت کړی.

طالب چارواکي بيا ډاډ ورکوي، چې حکومت یې سرپرست دی او په بدلونونو کې به ټولو خواوو ته پاملرنه وکړي.

4 COMMENTS

  1. ښه کار وشو، هزاره هم خدا دارد
    په افغانستان کی یواځینی خلک هزاره ورونه دی چه د افغانستان په ابادی او هر ډول شاقه کارونو کی یی برخه اخستی ده، دوی هغه زحمت کشه خلک دی چه جوالیتوب او نور هغه کارونه چه پښتنو، تاجکو او نورو ورونو به عار ګڼلو مګر دوی به په افتخار سره دغه کارونه کول.
    مګر پدی وروستیو کی پښتنو، تاجکو او نورو ورونو هم دغی شاقه کارونو ته لاس اچولی دی، دا ځکه نوره دنیا یی ولیدله چه د وطن په هر ډول کار کی چه ګټه او ابادی مینځته راوړی شرم نه دی پکار.
    البته په دغو ښو کارونو کی د ټولو میشتو ورونو لنډغران او ټوپک سالاران شامل نه دی.
    دلته غواړم د دغو ښو هزاره ورونو څو بیتونه تاسو ته ووایم
    هزاره ورونه داسی وای؛
    آوغو آزره بیراره
    دشمنی شورای نیظاره

    بیا داسی وای؛
    قهر غریب مرګ غریب

    او په اخر کی داسی وای؛
    ریش دانه دانه
    دستمال چهارخانه
    سلاح سر شانه
    چور سر خانه
    البته دغه اخرنی بیت یی احمدشاه مسعود او د هغه ډلګۍ ته ډالی کړیدی

  2. د ع.افغان ورور د فرمودې په تائید، هزاره وړونه ډیر خواری کښ خلګ دی البته پښتنو او تاجکو او اُزبکو غوندی هزاره ګان هم له فکری نظره واحد دریځ او واحده رهبری نلری خو په مجموع کی په افغانی جغرافیا کی د خپل هویت د تثبیت تلاښ کوی چی دا ئې مدنی او قانونی حق دئ.
    د استعمارګرانو او استحمارګرانو دی کور وران سی چی زموږ په ملی – وطنی کرونده کی ئې ډول ډول ( قومی، تباری، نژادی، ژبنی، مذهبی، سمتی او حتی لهجوی ) د بیلتون تخمونه شِندلی دی.

  3. All governmental seats should be distributed solely based on education and experience within that field. Other than that public factor function will be incomplete. The education medium of Mullah and Talib are primarily geared for mosques and have not much qualification for another field.

  4. د پيريانو حکومت او امرونه يې
    پيريان خو واک ته ورسېدل، خو بلا ستونزې ورته پېښې شوې.
    اوس يې مشر پيری چې له عکس پرته چا ونه ليد، خو امرونه يې صادريږي.
    دا بل چې دلته په ارګ کې ناست دی ځان له زکريا عليه السلام پورته ګڼي. دا ځکه هغه چې کله د مريم عليها السلام لمونځ ځای ته ورغی، نو په محراب هغه ځای کې چې هلته به يې پرستش کولو تازه مېوې وليدې، نو حيران شو او ويې پوښتله چې ((يا مريم دا درته له کومه شوې؟)) نو هغې ورته وويل چې ((د الله تعالی له لورې)) نو هغه پوه شو او په همدغه وخت کې يې سوال وکړ او الله تعالی ومنلو او له منښت سره يې ورته زيری هم ورکړ او نوم يې هم ورته انتخاب کړ چې ((يحيی عليه السلام))، نو دی بيا حيران شو چې ما ته او په دې بوډاوالي کې زوی، نو الله تعالی ته ورته وويل چې دا کار ماته اسانه دی.
    نو هغه د هغې د نښې نښانې پوښتنه وکړه او الله تعالی ورته چې ((الا تکلم الناس ثلاثة ايام الا رمزاً)) ال عمران 41 ((الا تکلم الناس ثلاث ليال سويًّا)) مريم 10 نو اوس سړی ارګ ميشتي رئيس الوزراء ته چې اوس خو دې څلور مياشتې پوره شوې ته خپله او هم دې اميرالمؤمنين دواړه دې ملت راښکاره شئ چې دا درباندې له قرآني پلوه د ولس حق دی. له هارون عليه السلام بهتر نه ياست. موسی عليه السلام له نورو بني اسرائيلي مشرانو سره طور ته د ((ميقات ربه)) ته ولاړ، خو ورور يې قوم ته د لارښوونې لپاره پرېښووه. يو خپل غږ ثبتوي او ولس ته يې اوروي، او بل اکتفاء پر خپل يو عکس (تصوير) باندې کړې ده او بس. مشر ملا صاحب محمد عمر خو د عکسونو اخېستلو هم مخالف وو، نو دا تخفيف له کومه راغی؟
    خلکو د ولسمشر غني پورې خندل چې دوه سری حکومت يې جوړ کړی دی، نو اوس د دوی دا حکومت او که امارت څنګه ونوموو؟
    دوی سری امارت؟
    عجيبه خبره ده چې اميرالمؤمنين په يوه مدرسه کې د پيري په شان راښکاره کيږي او بيرته بيا پټيږي او اوامر يې صادريږي؟ نو هغه د کوټې شوری اوس چېرته موقعيت لري؟
    دا به هم تاريخ ثبت کړي چې افغانستان يو وخت داسې د جنياتو حکومت (امارت) هم لرلو چې په نوم وو، خو هېچا په نړيواله کچه په رسميت ونه پېژنده. رئيس الوزراء لا بيا وايي چې دا ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره يوه نمونه ده. اوس مسلمان خو لا څه چې هغه مسلمان چې جوړ کړی وو او د اسلام لپاره يې وجنګول پخپله په رسميت نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب