Homeسپورتافغانستان اماراتو ته او پاکستان هند ته ماتې ورکړه

افغانستان اماراتو ته او پاکستان هند ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې نن د اسیايي جام سیالیو په لړ کې دوهمه مسابقه په لوی توپیر وګټله.

افغان لوبډلې د متحده عرلي اماراتو تر نول سکلونو کشرې لوبډلې ته ۱۹۵ منډې هدف ټاکلی و خو د متحده عربي امارات لوبډلې ټول لوبغاړي په څوارلسم اوور کې وسوځېدل او په دې توګه دا مسابقه افغانستان په ۱۴۰ منډو وګټله.

د افغانستان لپاره ښه بیټنګ الله نور وکړ. ده سل منډې جوړې کړې.

د نن ورځې د اې ګروپ بله سیالي د هند او پاکستان ترمنځ چې هند په دوو ویکټونو وګټله.

دې ته په پام چې هند اماراتو ته په ډير توپیر واتې ورکړې وه اوس په اې ګروپ کې له پاکستان وروسته هند ورپسې افغان او وروستی متحده عربي امارات دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...