پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهقزاقستان: افغانستان سره هوايي الوتنې او افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړه...

قزاقستان: افغانستان سره هوايي الوتنې او افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړه بيا پيلوو

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ د قزاقستان د سوداګرۍ چارو وزیرباخیت سلطانوف کابل ته د سفر پر مهال نن د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره ليدلي.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې قزاقستاني وزير چمتووالی ښودلی، چې له افغانستان سره بانکي اړيکې، هوايي الوتنې او دغه راز افغان زده کوونکو ته د تحصيلي بورسونو ورکړه بيرته پيلوي.

 ‏سرچينه زياتوي، چې په دې لیدنه کې دغه راز د سياسي او اقتصادي اړيکو د پراختيا په اړه هم ټينګار شوی دی.

د قزاقستان د سوداګرۍ وزير نن په کابل کې له يو شمېر افغان سوداګرو او د طالبانو له سوداګرۍ وزير سره ګډه غونډه هم لرله.

په دې غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل،‌ چې کابل کې د قزاقستان هوايي دهليزونه او د يو شمېر بانکونو نمايندګۍ افتتاح او فعالیږي.

قزاقستاني وزیر له افغانستان سره د خپلو سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزير ويلي، چې قزاقستان سره افغانستان پراخې سوداګريزې اړيکې لري او دا اړیکې به نورې هم غښتلې شي.

هغه دا هم وويل، چې د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګريزې خونې د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د منځنۍ اسيا ګڼو هېوادونو د دوی حکومت سره ښې اړيکې ټينګې کړي، چې تر ډېره پر اقتصادي او سوداګريزو همکاريو متمرکزې دي.

له دې سره، لا هم په افغانستان کې د خوراکي او نورو توکيو بيې تر پخوا ډېر ګران شوي او خلک یې د پېرلو لپاره د بې وسۍ شکايت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب