پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت د کابل موټر چلوونکو ته اصول وضع کړل

امر بالمعروف وزارت د کابل موټر چلوونکو ته اصول وضع کړل

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ د ‏طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند تاييد کړې، چې دغه وزارت د کابل ښار د موټر چلوونکو لپاره اصول وضع کړي.

نن په ټولنیزو رسنیو کې دغه وزارت ته یوه منسوبه توصیه پاڼه خپره شوې، چې پکې موټر چلوونکي مخاطب شوي او د او د امر بالمعروف غوښتنې او حکمونه پکې بيان شوي.

په دې توصیه پاڼه کې موټرچلوونکو ت سپارښتنه شوې، چې په موټرو کې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي او له حجاب پرته ښځې ونه لېږدوي.

د طالبانو په دې توصیه پاڼه کې دا هم راغلي، چې موټر چلوونکي باید نسبتا اوږده مزل کې له محرم پرته ښځه پورته نه کړي، موټرو کې دې د نشه يي توکي له کارولو ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ ويل شوي، چې د لمانځه په وخت کې دې موټر درول کیږي او د ږیرو د رخلو په تړاو دې هم خلکو ته تصویه وشي.

تر دې مخکې په غزني کې د امر بالمعروف ځايي چارواکو روغتيايي مرکزونو ته امر کړی، چې له نارينه محرم پرته ناروغانې د درملنې لپاره ونه مني.

د ښځو لپاره د طالبانو دا قیودات په داسې مهال دي، چې پر طالبانو د ښځو د حقونو د پراخ نقض له کبله په نړيواله کچه نیوکې او فشارونه ورځ تر بلې زياتيږي.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند څه موده مخکې له واک ته رسېدو سره، په خپله یوازینۍ غږيږه وينا کې چې له ملي ټلويزيون څخه خپره شوې وه، د ښځو د حقونو د نقض تورونه رد کړل.

د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ بيا ادعا کړې، چې د ښځو او بشري حقونو په تامين کې طالبان تر ټولو لوړ نړيوال ريکارډ لري او دوی چمتو دي، چې د ورکشاپونو له جوړولو سره نوره نړۍ هم د دغو حقونو د ښه تامين په موخه وروزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب