پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهکابل کې د قزاقستان هوايي دهليزونه او د ځينو بانکونو نمايندګۍ فعالیږي

کابل کې د قزاقستان هوايي دهليزونه او د ځينو بانکونو نمايندګۍ فعالیږي

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي،‌ چې کابل کې د قزاقستان هوايي دهليزونه او د يو شمېر بانکونو نمايندګۍ افتتاح او فعالیږي.

نورالدين عزيزي نن دا خبره په کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزير سره يو ځای يوې خبري غونډې ته کړې ده.

نورالدين عزيزي وويل، چې ياد شوي ګامونه او نور اقدامات به د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره واخيستل شي ‌

قزاقستاني وزیر له افغانستان سره د خپلو سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزير ويلي، چې قزاقستان سره افغانستان پراخې سوداګريزې اړيکې لري او دا اړیکې به نورې هم غښتلې شي.

هغه دا هم وويل، چې د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګريزې خونې د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د منځنۍ اسيا ګڼو هېوادونو د دوی حکومت سره ښې اړيکې ټينګې کړي، چې تر ډېره پر اقتصادي او سوداګريزو همکاريو متمرکزې دي.

له دې سره، لا هم په افغانستان کې د خوراکي او نورو توکيو بيې تر پخوا ډېر ګران شوي او خلک یې د پېرلو لپاره د بې وسۍ شکايت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب