تاند:( شنبه، د جدي څلورمه) په هلمند کې د طالبانو چارواکي په داسې مهال د يوه تښتول شوي ماشوم د خوشې کیدو خبر ورکوي، چې یوه بل ماشوم په کور کې له جنجال وروسته خپل ځان وژلی.
د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ رشيد ویلي، چې يو ۱۳ کلن ماشوم د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه مياشتې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري اختطاف شوی و.
هغه زياتوي، چې دغه ماشوم طالبانو ژغورلی او يو تن يې په تور نیولی.
چارواکي وايي، ژغورل شوی ماشوم په يو کور کې ساتل کېده، چې د کشفي راپورونو پر اساس پيدا او په تور يې يو کس هم نيول شوی دی.
بل لور ته: تېره شپه د هلمند ولايت د باباجي ولسوالۍ اړوند «سپین مسجد» سيمه کې ۱۱ کلن ماشوم په خپل کور کې تر لفظي شخړې وروسته ځان وژلی.
ځایي سرچینو دا خبر تایید کړی، خو چارواکو یې په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو له واکمنیدو او د فقر او اقتصادي ناورين له اوج ته رسیدو سره، په افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې او نور جنايي جرمونه زیات شوي.