پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحقاني: په کاغذي عريضو پاسپورټ نه ورکوو، انلاين نوم لیکنه وکړئ

حقاني: په کاغذي عريضو پاسپورټ نه ورکوو، انلاين نوم لیکنه وکړئ

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه)‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت عمومي رئیس عالم ګل حقاني وايي چې سر له سبا څخه نوې کاغذي عریضې نه اخلي.

هغه په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې مراجعین یې باید په آنلاین ډول فورمې ډکې او د ویب سایټ له لارې غوښتنلیک وړاندې کړي.

يو شمير خلکو د دې پریکړې له هرکلي سره ويلي، چې له دې سره به د پاسپورټونو د وېش په بهير کې د درغلۍ او فساد مخنيوی وشي.

ځينو نورو خلکو بيا د انلاين نوم لیکنې په برخه کې د تخنيکي ستونزو له کبله شکايت کړی.

دوی وايي، چې په کابل کې د پاسپورټ لپاره د نوم ليکنې پيل شوې لړۍ له ستونزو ډکه ده او په محدوده کچه غوښتنليکونه منلای شي.

طالبانو په دې برخه کې د ستونزو د موجوديت او حل په تړاو څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د پاسپورټونو د وېش لپاره مراجعين په بېساري ډول زيات شوي.

بشري او اقتصادي ناورين، بې کاري او د ژوند لپاره د طالبانو ورځ تر بلې د طالبانو زياتيدونکې قيودات له هېواده د ميليونونه کسانو د تېښتې د بهير له اصلي لاملونو څخه ياديږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب