دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد حامد کرزي د زوکړې کلیزه، سږکال ولې ډېرو خلکو مبارکۍ ورکړي؟

د حامد کرزي د زوکړې کلیزه، سږکال ولې ډېرو خلکو مبارکۍ ورکړي؟

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) ‏‏د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن ۶۴ کلن شو.

سږکال ډېرو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې، هغه ته د کليزې د ورځې په مناسبت یې د مبارکۍ پیغامونه لیکلي او تر ډېره يې مثبت غبرګونونه ورته ښودلي.

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو په ګډون يو شمېر عامو خلکو هم د ښاغلي کرزي د زوکړې د کليزې په مناسبت هغه ته مبارکي ویلې او هغه یې د افغانستان د ډېرو لاسته راوړنو مخکښ ګڼلی.

د کرزي يوشمېر منتقدینو بیا پر هغه نيوکې هم کړي، خو په ټوله کې د پلویانو تله يې نن درنه ښکاريده.

په کابل کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بيا د پاکستاني صدراعظم د وروستيو څرګندونو پر وړاندې د هغه توند دريځ او د جمهوري نظام له سقوط وروسته په هېواد کې د هغه پاتې کیدل، په ولسي کچه د حامد کرزي د محبوبيت زیاتیدو یو اصلي دلیل ګڼي.

حامد کرزي د افغانستان د فرهنګ په اړه د پاکستاني صدراعظم عمران خان د وروستيو پارونکو څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښود.

د هغه دغه غبرګون په پراخه کچه د افغانانو له هرکلي سره مخ شو.

کرزی د کندهار ولايت اصلي اوسيدونکی دی، خو په کابل کې لوی شوی او په هندوستان کې يې لوړې زده کړې کړي.

هغه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د جهاد پر مهال د ملي نجات ګوند د مشر صبغت الله مجددي د دفتر رييس او بيا‌ لنډه موده د مجاهدینو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال و.

کرزی د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد لخوا په ملګرو ملتونو کې د دوی د واکمنۍ استازی معرفي شو، خو هغه له طالبانو سره د ځينو اختلافاتو له کبله ونه منله.

حامد کرزی وروسته د طالبانو په يوه سرسخت سياسي او جنګي مخالف بدل او د واکمنۍ له پرځيدو وروسته د افغانستان د موقت حکومت مشر او بیا تر ۱۳ کلونو ولسمشر و.

5 COMMENTS

  1. حامد کرزي په تېرو 13 کلونو کې کوم خدمت چې لازم و، ونکړ.
    په زرګونو میلیونو دالرې نړیوالې مرستې افغانستان ته ورکړل شوې ، د یوېشتمې پېړۍ په دې پېر کې چې تکنالوژي خپل اوج ته رسېدلې او لا تکاملي پړاونه وهي ، افغانان لا د برښنا له نعمت نه محروم دي ، لویې لارې یواځې کاه ګل شوې ، پلونه له لوټو جوړ شول او ټول بېرته وران شول . د کابل د پغمان دسیمې د کمپنۍ او د کونړ اوننګرهار – تورخم ترمنځ پلونه یې ښه مثالونه دي .
    تورن اسمعیل خان د اوبو او برښنا وزیر د دریو میلیاردو دالرو د حیف او میل کولو نه وروسته ایراني تر وخت تېر او زاړه ډېزلي جنراتورونه هېواد ته وارد کړل چې ډېر ژر له کاره ولوېدل.
    خپل پلرني ټاټوبي کندهار او کابل ترمنځ سرک د هغه د وخت یوه بله نمونه ده چې څوک به ونه وایی دا سرک یوځل جوړ شوی وو.
    برعکس غلو، ټلوالې او باجګیرانو ته یې ملا ماته وه.
    مفسد او تنبل وزیران به یې له یوه پوست نه بل ته تبدیلول .
    د ملي اردو غلط اساس یې کېښود چې ټول په یوه اونۍ کې ونړېدله.
    د آریانا افغان هوایی شرکت یې له سقوط سره مخامخ کړ. کابل بانک د هغه د ورونو او ملګرو پواسطه چور شو .
    د دوی په وخت کې یوه دولتي او ملي فابریکه او عام المنفعه پروژه جوړه نه شوه .
    بیاهم ورته د تولد مبارکي وایو. هغه ځکه کابل کې پاته دی چې که بیا ځلې د موقت حکومت مشر شي .

  2. کرزی د لنډغرو د ادارې سروال او ټول عمر د هغوی په خدمت کې وو. د ده په دورو کې غلا، چور، غصب او نورو نا خوالو دومره وده وکړه چې ساری یې نه وو لیدل شوی. مننه

  3. سلام
    کوم جنایت، مکاری ، منافقت او مرداری چې کرزی دافغان ولس ،دملی او اسلامی ارزښتونو په وړاندې کړی دعفوې له وړتیا څخه وخی. کرزی دخپلې بقا لپاره داسې کسان په کار واچول چې په ټولنه کې منفورول لکه: دادفر سپانتاشعله ای، امرالله کلینر، کرکجن تورن اسماعیل، زاخیلوال اپورتو نیست، حنیفک ،دربانی دوخت خلقی او پرچمی ، دبن د ککړې معاهدې موقتی ادارې لیست په ګوګل پروت دی. دې بې منطقه چې دنړۍ په دهل او باجه افغانستان ته راواده کړشو له یاده وتلی . دټولو بد مر غیو او ناکامیو سره سره دغه اصلی پرازیت دکوم فرهنګ څخه ننګه کوی .۱۳ کاله ډېر وخت دی. کرزی په دېره ماته غاړه بده هیله کې دګل جمو لنده غرو ته زمینه برابره کړه. د ارګ میشتی جزیرو وړوکی تنظیمی پاچایان یې ونازول دلویې جرګې به نوم یی ساختګی اداره نوره هم ریشخند کړه. اوس د تبعیدی ادارې جوړولو مشورې له فراری تش به نوم سیاست پوهانوسره لری. کرزی څه کاره دی چې کله بی بی سی ، امریکې غږ او اسو شیتید پرس سره حق اوناحق مصاحبی لری تاسې دیوه جنایت کار ولس مشر دوباره هلې ځلې په نړۍ کې کوم هېواد کې چېرې لیدلی؟ کرزی د باور سړی نه دی داټولې بدمرغۍ دهمدې خبیث دی،
    ځینې وېب باڼې یې داسې راپېژنی چې یوه ورځ یی هم کار نه وی کړی. کرزي که واقعا ملی اراده، پوهه ،شخصیت او اسلامیت درلو دی هېڅ وخت یی دومره تیری او ناروا ،تباهی او بربادی له افغانستان سره په مجموع کې او په تیره بیا له هلمند او کندهار سره نه کولې.

  4. کرزی باید په دې و پوهیږي چي هغه نه اکاډمیک شخصیت دی، نه ملي او نه سیاسي، دی د جورج بوش، ډیک چیني او رامسفلډ په سطحه یو لوی کوسمادر دی،…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب