جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeټولنیزتاریخد بشر د راتلونکې تاریخ (۲۸) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۸) |لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

اته ویشتمه برخه

د ذهن متناظر لوري (Antipods) په لور یون

ټیکنوهیومانیزم هیله لري د انسان ذهن اپډیټ او بدل کړي او موږ ته ناپېژندل شویو انساني تجربو او ناپېژندل شویو احساسي شعوري حالتونو ته د رسېدا امکان برابر کړي. د انساني ذهن مډرن کول او رغول حاضر دمه  پېچلې او خطرناکه اجنډا ده. لکه چې په دریم څپرکي کې پرې خبرې وشوې موږ لا د شعور او احساس په هکله په ډیر څه نه پوهېږو. په دې نه یو خبر چې شعور څنګه پيدا شو او څه دنده لري. د تجربو او غلطیو په ترسره کولو سره دا زده کوو چې څنګه خپل ذهني حالت برابر او جوړ کړو. خو موږ د دغې ټولې لوبې په کلي پایلو او نتیجو نه پوهېږو. تر دې بده دا چې موږ د ذهني حالت له ټولو شرایطو او اړخونو سره بلد نه یو نو په دې هم نه پوهیږو چې کوم ډول ذهني موخې ځانته  وټاکو.

موږ یوه لرې پراته ټاپو کې پرتو اوسېدونکو ته ورته یو چې په دې وروستیو کې ېې اوسېدونکو یوه بیړۍ جوړه کړې او په اوبو کې ېې لاهو کړې ده خو نه ورسره کومه نقشه شته او نه کوم ځانګړی منزل لري. په حقیقت کې مونږ لا له دغو اوسېدونکو هم په بد حالت کې یو ځکه چې په ټاپو کې میشت خلک په دې پوهېږي چې  د یوه لوي او بې پایه سمندر په یوه واړه ټاپو کې ژوند کوي. خو موږ په دې نه پوهیږو چې موږ  د  بیدارۍ او شعور په یوه واړه ټاپو کې ژوند کوو چې دغه ټاپو د ذهني وړتیا او حالت په یوه بې پایه سمندر کې پروت دی. همغه ډول چې د رڼا او غږ بهیر او چټکتیا دومره پراخه ده چې موږ انسانان ېې نه اوریدلی او نه لیدلی شو،  د ذهني وړتیاوو اندازه او پراخوالی هم تر هغه ډیر زیات دی چې یو معمولي انسان پرې پوه شي. د رڼا  څپې هغه وخت لیدلی شو چې څپې ېې ۴۰۰ او ۷۰۰ نانومتره وي  خو د infrared, microwaves  او راډیويي څپو پراخې او لایتناهي څپې د انسان د دید له دې توانه پورته دي او تر دې لوړې هم د الټراویولیټ، ایکسرې او ګاما په شان د وړانګو باچاهي ده. زموږ د ذهني قابلیت او توان څپې هم په همدې ډول لایتناهي او نا محدودې دي خو علم ېې یوازې دوه وړې برخې څیړلي دي یوه سب نورماتیف subnormative  او بله د وایرد WEIRD په نومونو دي.

بیولوجیستانو او ارواپوهانو له سلګونو کلونو راهیسې  پر هغو کسانو چې بیلابلې اروايي او ذهني ناروغۍ لري پراخې څېړنې کړي دي. له همدې امله موږ نن سبا د سب نورماتیف یا غیر نورمال ذهني طیف یو پراخه «البته نا مکمله» نقشه لرو. له دې سره په یو وخت څیړاندو پر هغو کسانو هم چې له ذهني پلوه روغ او نورماتیف بلل کیږي ډیرې څېړنې کړي دي. خو ډیرې سایسني او علمي څېړنې د لویدیځ په تعلیم یافته، صنعتي، شتمنې، او ډیموکراټکې ټولنې شوي دي. دې څېړنو ته د وایرډ (WEIRD = Western, educated, industrialised, rich og democratic) نوم ورکړل شوی دی. پر دغو کسانو څېړنې د ټولو انسانانو استازولي نه شي کولی. تر اوس پورې  د انسان د ذهن څېړنې تر اوس پورې دا فرضیه رامنځته کړې ده  چې هیوساپینس همغه هومر سيمپسون دی.

۴۶- انسان د الکټروممګنیټ څپو یوه وړه برخه کتلی شي. ټولې دغه څپې د نامرئي رڼا په پرتله لس تریلیونه زیاتې دي ایا زموږ د ذهن څپې به تر دې هم زیاتې نه وي؟

 په ۲۰۱۰ کال کې په یوه لویه څېړنه کې جوزف هنریک، سټیون جي هاینه او ارا نورنزایان د اروا پوهنې په شپږو بېلابېلو ډګرونو کې په علمي مجلو کې ټولې هغه مقالې چې د ۲۰۰۳  او ۲۰۰۷ کلونو په واټن کې خپرې شوې وې په منظمه توګه وڅیړلې. دغې څېړنې وښودله چې دغه مقالې چې ادعا کوي د تحقیق موضوع ګانې ېې د انسان ذهن دی د ټولو انسانانو استازولي نه شي کولی.  ځکه چې زیاتره موندنې او څېړنې د WEIRD یانې د لودیځ تعلیم یافته، صنعتي، شتمن او ډیموکراټیک انسان په هکله دي. د مثال په توګه د شخصیت او ټولنیزې ارواپوهنې په یوې مهمې مجلې کې د خپرې شوې  څېړنې ۹۶ سلنه ګډونوال  WEIRD  دي چې بیا به دوي کې ۶۸ سلنه ېې امریکایان دي او نور د پاتې لودیځو هیوادونو کسان دي.

پر دې سربېره په امریکايی ګډونوالو کې ۶۷ سلنه او په غیر امریکايي ګډونوالو کې  ۸۰ سلنه برخه وال د ارواپوهنې محصلین وو. له همدې امله هاینه، زایان او هنریک په ټوکو وویل چې ښه به دا وي د دې مجلې نوم «The Journal of Personality and Social Psychology of American Psychology Students»د امریکا د ارواپوهنې د محصلینو  د ټولنیزې ارواپوهنې او شخصیت د مجلې په نوم ونومول شي.۱

دا چې په زیاترو څېړنو کې د ارواپوهنې محصلین برخه اخلي په دې دلیل وي چې ښوونکي هغوي مجبوروي چې په دغو څېړنو کې برخه واخلي. که زه په هاروارد  پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد وای دا به زما لپاره اسانه واي چې د نیویارک د ښار په یوه وروسته پاتې سیمه کې د ا سیدونکو په ځاي په خپلو محصلینوڅېړنې وکړم، دا خو لا پرېږده چې د مثال په توګه نامیبیا ته پسې سفر وکړم او د کالې هاري په دښتو کې د ښکاریانو په هکله څېړنه وکړم.  دا احتمال هم ښايي موجود وي چې د نیویارک د بې وزلو سیمو اوسیدونکي او د کالي هاري د بیدیا ښکاریان دې داسې ذهني شرایط ولري چې موږ ېې کله هم د هاروارډ پوهنتون د ارواپوهنې د محصلینو په MRI عکسونو او د ګڼو فورمو په ځوابونو کې وموندلی شو.

 له دې سره سره که موږ ټولو سیمو ته سفرونه هم وکړو او هره ټولنه جلا جلا مطالعه کړو نو ښايي موږ د انساني ذهن د پراخو څپو یوازې محدوده برخه  رابرسیره کړاي شو. زموږ په زمانه کې د مډرنیزم څپې هر انسان ته رسیدلي دي او اوس موږ د یوه نړیوال کلي اوسیدونکي یو. له دې سره سره چې د کالي هاري د بیډیا ښکاریان د هاروارډ د پوهنتون له محصلینو وروسته پاتې دي خو دغه ښکاریان د پخوانیو زمانو په اغښل شوي او جلا کپسول کې ژوند نه کوي. دغه افریقایي انسان هم د عیسايي تبلیغیانو، اروپايي تاجرانو، شتمنو اقتصادي تروریستانو او کنجکاوو انتروپولوجستانو «انسان پيژاندو» اغیزمن شوي دي. یوه ټوکه ده چې وايي د ښکاریانو په یوه ډله کې شل تنه ښکاریان، شل تنه بوټې او ریښې ټولوونکي او پنځوس تنه انټروپولوجستان موجود وي. تر دې وړاندې چې دغه نړیوال کلی رامنځته شي نو ځمکه د لرې پرتو او پردیو کلتورونو یوه کهکشان ته ورته وه چې ممکن دوي له یو بله جلا جلا ذهني او رواني شرایط درلودل خو اوس دغه جلا والی نه شته. بېلابېلو ټولنیزو اقتصادي واقعیتونو او ورځنیو چارو بیلابیلې شعوري او ذهني وړتیاوې او ظرفیتونه رامنځته کړل. چا دا وس درلود چې د ډبرو د زمانې د ماموت د ښکاریانو یا د د ډبرو د نوې زمانې د کروندګرو او د کاماکورا د سامورایانو د ذهن اندازه معلومه کړي؟ پر دې سربیره تر تاریخ  ډېرو مخکنیو کلتورونو باور درلود چې  ذهنیت یواسماني قابلیت دی چې یوازې راهبانو، شیخانو، ولیانو او زاهدانو د مراقبې، دعا،  نشه يي توکو او دیني دستورو له لارې دغو ذهني قابلیتونو ته ځان رسولی او اسمانونو ته په الوت سره دغه ذکاوت تر لاسه کولی او په ډکو لاسونو بیرته ستنیدلی شواي. دوي به د نورو مخلوقاتو، د بې ساري سولې او ارامښت، بې حده ښکلا او شفافیت او حساسیت کیسې کولې. دغو کسانو د پراخ ذهن کیسې کولې چې په لایتناهي دی.

انسانپال انقلاب یا هیومانیزم د دې سبب شو چې لودیځ کلتور د اسماني ذکاوت او ذهن له قابلیتونو تیر شي او د معمولي ښاریځو دنیايي تجربې سپېڅلې وبولي. له همدې کبله نوی لودیځ کلتور د هغو خاصو او ځانګړو کسانو د نه شتون له امله چې د اسماني ذکاوت پر قابلیتونو او تجربو باور لري ډیر ځانګړی دی. دغه لودیځ کلتور باوري دی چې هر څوک په دې لاره کې هڅه کوي یا په نشو روږدی دی، یا رواني ناروغ دی او یا هم خلک غولوي. په نتیجه کې اوس موږ د هاروارډ د پوهنتون د یو شمېر محلصینو د ذکاوت او ذهني لرلید یا منظرې یوه مفصله نقشه ولرو خو د امریکايي غیب ویونکو، بودايي راهبانو او صوفیانو د ذهني منظرې او پس منظر په هکله په ډېرو کمو شیانو پوهیږو.۲

دا یوازې د ساپینس د ذهن په هکله خبرې دي. کابو پنځوس زره کاله مخکې موږ د خپلو توربورانو «نیاندراټالس» سره په ګډه دغه یوه ځمکه درلوده. هغوي ستوربیړۍ، اهرامونه او امپراتورۍ جوړې نه کړې. ښکاره خبره ده چې نیاندراتالس  بیخي بل ډول ذهني قابلیت درلود، او زموږ په شان له ډېرو وړتیاوو او قابلیتونو بې برخې وو خو له دې ټولو سره سره دوي تر موږ یا هومیوساپینس لوي مازغه درلودل. دوي له خپلو ټولو عصبي حجرو او لویو ماازغو سره څه کول؟ د دوي او د دوي د جوړو شویو نښو په هکله هیڅ معلومات نه لرو. کیداي شي دوي داسې ذهني وړتیاوې درلوداي چې یوه هومیو ساپینس به تجربه کړې هم نه وي. حتي که موږ ټول هغه انساني ډولونه چې تر اوسه موجود وو هم په حساب کې راولو د اوسني ذهني قابلیتونو له څپو نه شي پراخیداي. نور حیوانات ښايي داسې تجربې ولري چې موږ انسانان ېې حتي تصور هم نه شو کولی. د مثال په توګه چرمي شاپرګ د غږ په انګازو نړۍ تجربه کوي. هغوي  د غږونو ډیرې پیاوړې څپې استوي چې د انسان غوږونه ېې اوریدلی هم نه شي.  بیا د استول شوي غږ انګازې لټوي او تفسیروي او په دې ډول له نړۍ څخه د ځان لپاره یو تصویر اخلي. دغه انځور دومره دقیق او له جزیاتو سره وي چې له مخې ېې چرمي شاپرک په ځګلونو کې د ونو له منځه الوت کوي او د حشرو او پتنګانو ښکار کوي او ځان د کونګ او نورو حیواناتو له منګولو هم ژغوري. چرمي شاپرکونه د غږونو په انګازو کې ژوند کوي او هر شی د غږونو او انګازو په معیار ارزوي همغه ډول چې په انساني نړۍ کې هر شی ځانګړی رنګ او بڼه لري. د چرمي شاپرکونو په نړۍ کې هر شی د غږونو یوه بیلګه لري. یو چرمي شاپرک د خوندورو او زهري پتنګانو توپیر د پتنګانو له نازکو وزرونو د پورته شوي غږ په اساس کوي. یو ډول پتنګان هم شته چې د ځان ساتلو لپاره د زهري پتنګانو په شان غږونه تولیدوي. یو بل ډول پتنګان هم شته چې تر دې هم یو بل حیرانوونکی قابلیت لري چې د چرمي شاپرک په وسیله استول شوي راداري زیګنالونه منحرفوي او د هغو جنګي الوتکو په شان چې له راداره تښتي د چرمي شاپرک  له منګولو ځان ژغوري. د غږونو د انعکاس او انګازو نړۍ زموږ د سمعي او بصري«اوریدو او لیدو» نړۍ په شان پیچلي ده چې موږ پرې هیڅ هم نه پوهیږو.

د ذهن د فلسفې په هکله یوه ډیره مهمه مقاله په دې نوم ده چې که څوک چرمي شاپرک شي څنګه به وي؟ ۳

د ۱۹۷۴ کال په دې خپره شوې مقاله کې فیلسوف توماس ناګل وايي: د یوه انسان ذهن د یوه چرمي شاپرک ذهني نړۍ نه شي درک کولی موږ د چرمي شاپرکونو د ایکولوجیکي سیسټم، د چرمي شاپرک د عصبي حجرو او د هغوي د بدن په هکله ډیر الګوریتمونه لیکلی شو خو کله هم دغه الګوریتمونه موږ ته نه شي ویلی چې که موږ یو چرمي شاپرک واي نو څه حالت به مو درلود؟ کله چې یو چرمي شاپرک د یوه پتنګ د وزر وهلو زیګنالونه پيژني او په دې ډول ېې پيدا کوي دغه چرمي شاپرک به څه ډول حس لري؟ ایا داسې احساس به وي لکه چې موږ یو شی ګورو  که نه بیخي له لیدو سره به توپيرلري او ښايي بیخي یوبل ډول احساس وي چې موږ ېې کله هم تصور نه شو کولی؟

 د انسان لپاره د یوه چرمي شاپرک دغه توضیحات چې د پتنګ د وزرونو د غږ انګازې څه ډول احساس ورکوي د درک وړ نه دی. دا به بیخي داسې وي لکه چې یو انسان د یوه ړانده موږک لپاره د کاراواګیو  د یوې ښکلې تابلو تفسیربیانوي.  دغه توضیحات به د یوه ړانده موږک لپاره بې مانا وي. ښايي د چرمي شاپرک  ژور احساسات هم د هغه د  ایکو او یا انګازو له  مرکزي برخې اغیز منلی وي. د هومیو ساپينس لپاره مینه سره وي، بخیلي شنه او ډپرشن ابي رنګ لري. خو خداي خبر چې  له خپل ماشوم سره  د یوه چرمي شاپرک د مینې د څرګندلو رنګ څه ډول وي، او د خپلو سیالانو په باب به د یوه چرمي شاپرک بخیلي څه رنګ ولري؟

طبیعي خبره ده چې چرمي شاپرکونه هم بیخي ځانګړي او خاص نه دي دوي هم د ډېرو زیاتو مثالونو له ډلې یو مثال دی. هومیو ساپینس کله هم نه شي درک کولی چې یوه شاپرک څه حس لري او په همدې ډول دا زموږ لپاره سخته ده چې درک کړو یو نهنګ، پړانګ، او یا یو کب خوړونکی مرغه څه ډول احساس لري او یا که موږ دغسې حیوانات شو څرنګه به وي. حتمن به  دوي  هم یو شی احساسوي خو نه پوهیږو څه شی.

انسان او نهنګ دواړه خپل احساسات د ماغزو په یوه برخه کې چې لمبیک سیسټم بلل کیږي، سپړي او تفسیروي خو د نهنګ  د ماغزو لمبیسک سیستم یوه اضافي برخه هم لري چې په انسان کې نه شته. ښايي دغه اضافي برخه نهنګ یا شارک ته دغه وړتیا ورکوي چې د انسان په پرته ژور او پيچلي احساسات ولري چې انسان ېې درک کولی هم نه شي او موږ ته به نا اشنا وي؟ شارک ښايي د موزیک ډیره لوړه تجربه او احساس ولري چې حتي موتزارت او باخ به هم نه شواي درک کولی. شارکونه یو بل په سلګونو کیلومتره لرې هم اوریداي شي. هر شارک د غږونو یوسیسټم لري چې دغه غږونه ساعتونه دوام کولی شي او د ډېرو پیچلیو بیلګو پیروي کوي؟ کله نا کله یو شارک یوه سندره کمپوز کړي چې نور شارکونه ېې د سمندر په هرې بلې برخه کې کاپي کولی شي. څیړاندو په دوامداره توګه  دغه سندرې یا کمپوزونه زیکارډ کړي او د کمپیوټرو په مرسته ېې تفسیر کړي دي. خو ایا په رښتیا داسې انسان شته چې دغه موزیکاله تجربه درک کړي او پرې پوه شي او د بیټهون نهنګ او جسټین بایبر نهنګ توپیر وکړاي شي؟ ۴

۴۷ تصویر: د ګرونلنډ د سمندر د شارک د سندرو یو سپکټوګرام . یو شارک دغه سندره څه ډول حس کوي او څه تجربه ترې لري؟ که ویاجر د یوه شارک، د بتهوون  او دغه راز د چاک بیري د سندرو سمفوني په خپل ټیپ ریکارډر کې ولري څوک به ېې په توپیر پوه شي.؟ یوازې دا هیله کولی شو چې ښه او خوندوره سمفوني وي.

په دغو کې باید هیڅ یو موږ حیرانه نه کړي. هومیو ساپینس له دې امله پر نړۍ واکمن نه دي چې د نورو ژویو په پرتله ژور احساس لري او یا د موسیقۍ پيچلې  تجربه لري. ښايي موږ د شارکونو، چرمي شاپرکونو،  پړانګانو او یا کب خوړونکو مرغانو  په شان د حیواناتو په پرته کمزوری احساس او تجربې ولرو. د انسانانو، نهنګانو، چرمي شاپرکونو، پړانګانو او کب خوړونکو مرغانو د ذهني څپو ور هاخوا ښايي ډیر نا پېژندل شوي سمندرونه اولویې وچې پټې او په تمه وي. په ډیر پياوړي احتمال او حتی په یقین سره ویلی شو چې د ذهني قابلیتونو او وړتیاوو لایتناهي قابلیتونه شته دي چې هیڅ انسان، چرمي شاپرک او ډایناسورانو د ځمکې د تکامل د څلور میلیارډه کلونو په اوږدو کې نه وي تجربه کړي. ځکه چې دوي دغه ذهني قابلیت ښايي ونه لري چې دغه پټې خزانې کشف کړاي شي. په راتلونکې کې ښايي د پیاوړو درملو، جنټیکي انجینیرۍ، الکترونیکي خولیو او د ماغزو او کمپیوټر د نښلولو په شان له بېلابېلو امکاناتو ګټه پورته شي او دغو سمندرونو او سرچینو ته ځان ورسوي بیخي داسې لکه چې کریستوف کولمبوس او ماژیلان له افقه وا وښتل او نوې لویې وچې او ټاپوګان ېې وموندل،  ښايي موږ هم همدغسې یوه ورځ د ماغزو لرې پرتو سمندرونو او متناظر لوري (Antipods) په لور یون وکړو او دغو لویو وچو ته ځان ورسوو.

۴۹- د شعور او ذهن دڅپو پراخوالی او مقایسه

 د اته ویشتمې برخې پاي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب