پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنعيم وردګ: نړيوال دې د ماليزيا او فلپين له سېلاب ځپلو سره...

نعيم وردګ: نړيوال دې د ماليزيا او فلپين له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) د طالبانو ‏‏د سیاسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ د طالبانو د مشرتابه له ادرسه د يوې اعلاميې له خپرولو سره په ماليزيا او فلپین کې د وروستیو سيلابونو په راوتو خواشيني ښودلې ده.

هغه له نړيوالو غوښتي، چې د دواړو هيوادونو له زیانمن شوو خلکو سره مرستو ته راودانګي.

د اګسټ له پینځلسمې د طالبانو له بيا ځلي واکمنیدو وروسته ښايي دا لومړی ځل وي، چې طالبان د دوو بهرنيو هېوادونو د زيانمنيدو په اړه غبرګون ښيي او خواشيني ورسره څرګندوي.

څو ورځې مخکې د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان له غونډې وروسته وویل، چې يو شمېر اسلامي هېوادونه به زر په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسميت وپېژني.

6 COMMENTS

  1. ژوند مو روځ تر بلی خربیږی، کارونه نشته دی، خټی نشته، روځ تر بلی حالات خرابیږی. وردکو کی څه حال ده راشی وګوری کار نشته دی پیسې ورکی شوی. لنډی موږه سره کمک نکوی خو د مالیزیا او فلیپین له غمه کوګ دی.

  2. وردګ ساب!
    های پر ږیره او شمله او څوڼو دی برکت سه چی دې نیک کار ( د فلیپین سره مرسته!!!!!! ) ته دی زموږ پام ور واړاوه.

  3. وردګ صیب! که خدای کول پداسی عالمانه ویناوو او زړه سوی به نور هم ډیر ښکلی القاب وګټی او پرته له کومو سیالیو به لوی لوی نړیوال مډالونه ترلاسه کړی.

    د افغانستان لپاره ستاسو لاس ته راوړنی ښايی ددې باعث شی چی نوری نړۍ ته هم داډول سوکالی او نوختونه وړاندی کړۍ او دنړۍ په تاریخ کی بت مو نوم په زرینو کرښو ولیکل شی.
    که ټوله نړی نه وی نو زه باور لرم چی هرومرو به دی د قاید اعظم جناح علیه رحمت تر څنګ ښکلي انځورونه یو ځای راځوړند شی چی راتلونکی نسل به دی ورباندی ویاړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب