جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبریتانیايي رسنۍ وايي، : یو بریتانیايي تبعه په افغانستان کې نیول شوی

بریتانیايي رسنۍ وايي، : یو بریتانیايي تبعه په افغانستان کې نیول شوی

تاند(جمعه، جدي ۳مه) بریتانیايي رسنۍ وايي، وروسته له دې چې په راپورونو کې وویل شول چې طالبانو یو تن نیولی، څرګنده شوه چې یو بریتانیايي تبعه په افغانستان کې بې درکه شوی دی.

بریتانیايي رسنیو پرون راپور ورکړ چې بې درکه شوی کس ګرانټ بېلې نومېږي او په کابل کې یې د امنیتي سلاکار په توګه کار کاوه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د نیول شوي بریتاینايي تبعه د هویت په اړه له څه ویلو پرته وویل چې په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نیول کېدو په اړه معلومات لري او د هغه له کورنۍ سره په تماس کې دی.

میرر ورځپاڼه وايي د بریتانیا امنیتي سرچینو ورته ویلي چې بېلې د شنبې له ورځې وروسته په داسې حال کې نیول شوی چې د توپک خولې ورته نیول شوې وې.

سرچینو دا هم ویلي چې په دې سخت حیران شوي چې بېلې له دې سره سره ولې افغانستان ته بېرته تللی چې د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هیواد حالات ورته خورا ناامن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب