جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه تاجکستان کې افغان سفیر طالبانو ته د ۸ لکه ډالرو له...

په تاجکستان کې افغان سفیر طالبانو ته د ۸ لکه ډالرو له ستنولو انکار وکړ

تاند (جمعه، د جدي ۳مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان سفارت طالبانو ته د کابو ۸ لکه امریکايي ډالرو له بېرته ستنولو ډډه کوي.

د سپوتینک د راپور له مخې، په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر نن (جمعه) وویل چې سفارت به دا پیسې کابل ته ونه ګرځوي.

د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د افغانستان حکومت، ظاهراً سهواً ۷ لکه ۸۶ زره ډالره په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته ولېږلې.

طالبانو وروسته په یوه لیک کې له سفارته وغوښتل چې دا پیسې بېرته کابل ته ولېږي.

خو په دوشنبې کې افغان سفیر خبریالانو ته وویل «طالبان حق نه لري چې د دې نژدې ۸ لکه ډالرو د بېرته ورلیږلو غوښتنه وکړي ځکه چې دا سفارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت رسمي دیپلوماتیکه څانګه ده، او له همدې کبله دلته زیاتې او کمې پیسې راځي چې طالبان یې په اړه د پوښتنې حق نه لري.»

اغبر زیاته کړه«موږ د نورې نړۍ په شان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو، دوی څوک دي چې زموږ څخه د افغانستان د مشروع حکومت پیسو د بېرته ورلېږلو غوښتنه کوي؟ اوس موږ (سفارت) یو کوچنی افغانستان یوو؛ ډېر شمېر افغانان دلته اوسي او کار کوي. په دوشنبې کې نژدې ۱۰ زره افغانان، چې موږ ورسره مرسته کولی شو، اوسي او کار کوي.»

اغبر د افغانستان د سولې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله له ملاتړ څخه دی او د نوموړي په سپارښتنه په دوشنبې کې سفیر ټاکل شوی و.

ده د اګست په ۱۵ مه د جمهوري نظام له پرزېدو سندستي وروسته په سفارت کې د اشرف غني او امان الله خان عکسونه کښته او پر ځای یې د امرالله صالح او احمدشاه مسعود عکسونه نصب کړل.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي چې ولې یې دا پیسې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته ولېږلې.

د طالبانو حکومت د اسعارو په تېره بیا ډالرو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

1 COMMENT

  1. د شهید محمد داود خان د له مینځه وړلو وروسته دغه خلک افغانستان خپل ملک نه ګڼی. دیی خلکو بی ګونده، بی غرضه او بی تعصبه ولسمشر اشرف غنی ته هم ښکنځل کول او هم یی د اشرف غنی حکومت په نه منم او نه منم کی چپه کړه.
    اوس باید طالیبان د دغه متعصبه، لوټمار او لنډغر څخه دغه پیسی په زور تر لاسه کړی. او که نه د دغه لنډغر ټول جایداد دیی طالیبان په خرڅ کی واچوی او هم دیی د عبدالله ټول جایداد خرڅ او د پلچرخی زندان ته دیی ولیږل شی، ځکه دغه سړی عبدالله د سفیر په حیث تاجکستان ته لیږلی وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب