Homeخبرونهابزرور ورځپاڼه: هند د ط پر وړاندې د مقاومت ډلو او کرزي...

ابزرور ورځپاڼه: هند د ط پر وړاندې د مقاومت ډلو او کرزي د همغږۍ او دفتر پرانيستو هڅې چټکې کړي

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) د پاکستان ‏‏ابزرور ورځپاڼې پخپل يوه تازه مطلب کې ويلي، چې هندوستان خپل يو شمېر مخکيني دیپلوماتان ګومارلي، چې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت هڅې همغږي او د منځني اسيا په یوه هېواد کې ورته د ‌دفتر پرانيستلو هڅې همغږي او پیاوړي کړي.

ورځپاڼه د خپلو سرچينو په حواله وايي، چې هندي ديپلوماتانو په دې ترڅ کې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له لومړي مرستيال امر الله صالح سره لیدنې کړي.

دغه ورځپاڼه دا هم وايي، چې څو ورځې مخکې په هندوستان کې د افغانستان د وضعیت په اړه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د جوړې شوې غونډې پر مهال هندي چارواکو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د استولو د غوښتنې د ملاتړ هیله کړې او ویلي، چې دا کار به د افغانستان د سولې هڅو او ټول ګډونه حکومت له جوړېدو سره مرستندوی تمام شي.

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په ورته وخت کې ادعا کړې، چې هندي ديپلوماتانو د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلو او پخواني ولسمشر حامد کرزي تر منځ د اړيکو د ټينګښت او همغږي کولو لپاره هم هڅې کړي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، حامد کرزي د مقاومت ډلو ته مشوره ورکړې، چې د منځنۍ اسيا په یوه ګاونډي هېواد کې د افغانستان تبعیدي دولت اعلان کړي.

د پاکستان يادې ورځپاڼې د ياد شوي مطلب له خپرولو څو ساعته وروسته دغه مطلب بیرته له خپلې ویبپاڼې لیرې کړی، چې دليل یې نه دی روښانه شوی.

د مقاومت ډلو، هندوستان او حامد کرزي په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...